ولسمشر ټرمپ: تصفیه خانې د تیلو د بیو د لوړوالي اصلي علت دی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د تېلو د بیو لوړوالی نور د هرمز په تنګي کې د تېلو د انتقالوونکو ټانکرونو د ترافیک د ګډوډۍ له کبله نه دی، بلکې د روسیې د تیلو په تصفیه خانو باندې د اوکراین بریدونه او په متحدو ایالتونو کې د تصفیې د وړتیا کمښت په کې مهمه ونډه لري.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ (اکتوبر پنځمه) په خپل ټروټ سوشل کې، د هرمز له تنګي څخه د تیلو پراخ انتقال ته په اشارې، ټینګار کړی چې «د تیلو د بیو لوړوالی نور د هرمز تنګي له کبله نه دی».

ښاغلي ټرمپ لیکلي دي چې اصلي ستونزه د تیلو تصفیه خانې دي، چې «د روسیې [تصفیه خانې] د اوکراین له لوري الوځول کېږي او زموږ تصفیه خانې په زرغونو ایالتونو کې [اشاره یې د دموکراتانو تر کنترول لاندې ایالتونو ته ده، لکه کالیفورنیا] د دموکراتانو له لوري مخ په بندېدو دي.»

امریکايي مقامات وايي چې د هرمز له تنګي څخه هره ورځ میلیونونه تیل انتقالېږي.

متحدو ایالتونو په ایران باندې له برید وروسته د هرمز تنګی محاصره کړ او هېڅ یوه بېړۍ نه پرېږدي چې د ایران بندرونو ته ولاړې شي او یا ترې ووځي.

د امریکا مرکزي قومنداني وایي ډېرو کښتیو ته یې د تګ راتګ په اړه لارښوونې کړې او هغوی چې د محاصرې په اړه لارښوونې له پامه غورځولې، نیولې او توقیف کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې له اروپايي هېوادونو څخه وغوښتل چې د خپلو اضطراري زېرو څخه ډېزل تېل بازار ته وباسي.