ولسمشر ترمپ: امریکا به د روسیې د تېلو بېړۍ ته اجازه ورکړي چې کیوبا ته ولاړه شي

څو ساعته وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړه چې هغه به روسي تېل وړونکې کښتۍ ته اجازه ورکړي چې د کارابین اوبو کې د کیوبا ټاپو ته ورسېږي، دغه کښتۍ د دوشنبې په ورځ د مارچ ۳۰مه کیوبا ته ورسېده. کیوبا د سون توکو د کموالي، اقتصادي ستونزو او د امریکا له خوا د لګول شوي سوداګریز بندیز سره مخ دی.

کله چې د یکشنبې په شپه د روسیې د دغې بېړۍ په اړه له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل شول، هغه د ولسمشر په الوتکې ( ایر فورس ون) کې خبریالانو ته وویل چې هغه هېڅ ستونزه نه لري چې بېړۍ خپل منزل ته ورسېږي، ځکه د کیوبا خلک د سون توکو ته اړتیا لري.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ترمپ د یکشنبې په ورځ د مارچ ۲۹مه وویل چې، هغه به یوې روسي بېړۍ ته، چې په تېلو بار ده، اجازه ورکړي چې کیوبا ته ولاړه شي.

په کارابین اوبو کې پروت د کیوبا ټاپو چې د متحدو ایالتونو سیال هیواد بلل کېږي، د تېلو له سخت کمښت، اقتصادي ستونزو او د امریکا له خوا لګول شویو سوداګریزو بندیزونو سره مخ ده.

ترمپ دا څرګندونې د ولسمشر په الوتکه (ایرفورس ون) کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال ددې روسي بېړۍ په اړه چې تمه کېږي د دوشنبې په سهار کیوبا ته ورسېږي، د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

ترمپ وویل چې هغه کومه ستونزه نه لري چې دا بېړۍ خپل هدف ته ورسېږي، ځکه د کیوبا خلک د سون توکو لپاره ورته اړتیا لري.

ولسمشر ترمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «که یو هېواد غواړي اوس مهال کیوبا ته یو څه تېل واستوي، زه له دې سره کومه ستونزه نه لرم… که هغه روسیه وي یا نه.»

امریکا پر اروپا او هند فشار راوړی چې روسي تېل ونه پېري، او وایي چې دغه اقدام د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړې ته مالي ملاتړ برابروي.

ترمپ وویل چې هغه باور نه لري چې کیوبا ته د روسي د بېړۍ تګ به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ګټه ورسوي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «که هغه [پوتین] غواړي دا کار وکړي، او که نور هېوادونه هم دا وکړي، دا ماته ډېره مهمه نه ده، دا به هېڅ اغېز ونه لري.»

د روسي چارواکو په وینا دغه تېل وړونکې کښتۍ، اناتولي کولودکین، ۱۰۰ زره مټریک ټنه خام نفت لېږدوي.

ولسمشر ترمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له وینزویلا او ایران نه وروسته به کیوبا «راتلونکی [هیواد] وي» چې د امریکا ضد رژیم به یې نسکور شي. خو هغه ونه ویل چې امریکا به د هاوانا د کمونېستي رژیم پر وړاندې څه ډول اقدام وکړي.

ولسمشر وړاندوینه وکړه چې د کیوبا کمونېستي رژیم به «په لنډ وخت کې» ناکام شي او ژمنه یې وکړه چې امریکا به «هلته وي چې مرسته وکړي.»

ولسمشر ټرمپ د کیوبا لپاره د امریکا د احتمالي ملاتړ په اړه وویل چې د هغه حکومت به “له خپلو هغو سترو کیوبايي-امریکایانو سره مرسته وکړي چې له کیوبا څخه شړل شوي دي.”

هغه وویل: "په ډېرو مواردو کې د هغوی د کورنۍ غړي د [فیدل] کاسټرو له خوا ټپي او وژل شوي دي."

ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې دا احتمال هم یاد کړی چې کیدای شي کیوبا “په دوستانه ډول تر واک لاندې راوستل شي”، ځکه د هغه په وینا دغه هېواد “د لویو ستونزو سره مخ دی.”

سپینې ماڼۍ د جنورۍ په ۲۹مه د کیوبا په اړه ملي بیړنی حالت اعلان کړ او د کیوبا رژیم یې تورن کړ چې له ګڼو متخاصمو هېوادونو او ناوړه فعالانو سره په همغږۍ کې دی، ځکه هغوی ته د پوځي او استخباراتي فعالیتونو زمینه برابروي.

د ولسمشر ټرمپ له خوا په یوه لاسلیک شوي اجرائیوي فرمان کې ویل شوي چې کیوبا په بهر کې د روسیې تر ټولو لوی د استخباراتي سیګنال مرکز کوربه دی چې د امریکا د ملي امنیت د حساسو معلومات په غلا باندې تمرکز لري.

ټرمپ په دغه فرمان کې ویلي: "کیوبا د سرحدونو اخوا ترهګرو ډلو لکه حزب الله او حماس ته خوندي پناه ځای برابروي، او په لوېدیځه نیمه کره کې د امریکا د مخالفینو ملاتړ کوي، چې دا کار د امریکا بندیزونه او سیمه‌ییز ثبات کمزوری کوي."

ټرمپ همدارنګه ویلي چې د هاوانا کمونستي رژیم سیاسي مخالفین ځوروي او شکنجه کوي، د بیان او مطبوعاتو ازادي ردوي، د کیوبا د خلکو له بدمرغۍ څخه ناوړع ګټه اخلي، او د سیمې په کچه د کمونستي ایډیالوژۍ د خپرولو له لارې ګډوډي رامنځته کوي.

د کیوبا ولسمشر میګویل دیازکانېل په دې وروستیو کې منلې چې له متحدو ایالتونو سره یې «خبرې اترې» شوې دي، خو تر اوسه د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړ شوی.