د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه کس چې په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ په غړو یې برید وکړ، له افغانستان څخه متحدو ایالتونو ته راغلی دی.
د متحدو ایالتونو د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په مرکز کې یوه وسله وال کس د چهارشنبې په ورځ (د نومبر۲۶) مخکې له دې چې ونیول شي، د ملي ګارډ دوه غړي په ډزو وویشتل او ټپیان کړل.
ډونالډ ټرمپ دا برید غندلی او هغه یې "ترهګریز عمل" بللی دی.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ناوخته د فلوریډا ایالت څخه په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د ملي ګارډ دوه غړي "په ډېر نږدې واټن او یو وحشیانه کمین کې، له سپینې ماڼۍ څخه یوازې څو ګامه لرې" په نښه شول.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړه: "د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه، زه هوډ لرم دا اطمینان ورکړم چې هغه حیوان چې دا جرم یې ترسره کړی، درنه بیه به یې پرې کړي."
د ټرمپ په وینا، د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت ډاډه دی چې نیول شوی شکمن کس یو بهرنی وګړی دی چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د جو بایډن د حکومت لخوا له افغانستان څخه متحدو ایالتونو ته راوستل شوی و.
هغه وویل چې دا کس یو له هغو مسافرو څخه و چې په "بدنامه پروازونو" کې انتقال شوي وو، او د بایدن حکومت هغوی "د امریکایي ځواکونو افغان همکاران" بلل.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریسټي نوم، هم د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ویلي چې شکمن کس یو "افغان وګړی" دی او د هغو "افغانانو له ډلې دی چې له اړینې پلټنې پرته" د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په اتمه د "ملګرو ته ښه راغلاست" په نوم د تخلیې د عملیات په چوکاټ کې متحدو ایالتونو ته راغلي وو.
ټرمپ زیاته کړه چې په متحدو ایالتونو کې د مظنون کس اقامت د هغې قانون په اساس تمدید شوی چې د (جو) بایدن لخوا لاسلیک شوی و.
ډونالډ ټرمپ وویل: "اوس باید د هغو ټولو بهرنیانو د استوګنې حالت له سره وڅیړو چې د بایډن په دوره کې له افغانستان څخه راغلي دي، او باید د هر هغه بهرني وګړي د ایستلو لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړو چې باید دلته نه وي یا د دې هیواد (امریکا) لپاره ګټور ندي."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په واشنګټن کې د جرمونو سره د مبارزې په موخه د روان کال په اګست میاشت کې د ملي ګارد د ځای پرځای کېدو امر کړی وه. ټرمپ د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې د جنګ وزارت ته یې امر کړی ترڅو ۵۰۰ نور ځواکونه د ملي ګارډ له هغو شاوخوا ۲۲۰۰ ځواکونو سره یوځای کړي چې اوسمهال په واشنګټن ډي سي کې میشت دي.
د متحدو ایالتونو د جنګ وزیر، پیټ هیګسیت، له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې وسلوال کس د ملي ګارډ د پرسونل په نښه کولو سره یې یو "بزدلانه او ناوړه عمل" ترسره کړې ده.
هیګسیت وویل: "دا به یوازې زموږ هوډ پیاوړی کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ واشنګټن ډي سي خوندي او ښکلی کوو. په جرمونو کې کمښت تاریخي دی، په خوندیتوب او امنیت کې زیاتوالی تاریخي دی. خو که مجرمین غواړي دا ډول کارونه ترسره کړي – د امریکا د غوره خلکو په وړاندې تاوتریخوالی – موږ به هیڅکله په شا نه شو."
د متحدو ایالتونو لوی څارنوالې، پام بانډې، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې فدرالي منسوبین د پېښې په سیمه کې دي چې د پولیسو سره مرسته وکړي.