ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د وینزویلا د نوبل د جایزې ګټونکې کوربه دی

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د وینزویلا د نوبل جایزې ګټونکې ماریا کورینا ماچادو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ ۱۵مه په سپینې ماڼۍ کې د وینزویلا د نوبل د جایزې ګټونکې ماریا کورینا ماچادو کوربه دی.

دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ د وینزویلا د موقتې ولسمشرې ډیلسي روډریګز سره خبرې وکړې او په وینزویلا کې د ثبات او د وضعیت د ښه والي په اړه یې خوشبیني څرګنده کړه.

د امریکا ولسمشر تېره اونۍ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د ماچادو ستاینه وکړه او هغه یې "ډیر ښه انسان" وبلله.

ماچادو په دسمبر کې په خپل هیواد کې د آزادۍ او ډیموکراسۍ لپاره د مبارزې په هڅو کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه، او دا جایزه یې په وینزویلا کې د ټرمپ د ملاتړ لپاره هغه ته ډالۍ کړه.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۴مه وویل چې هغه له روډریګز سره وروسته له دې چې د جنوري په دریمه نیټه په وینزویلا کې د امریکایي ځواکونو لخوا د عملیاتو په ترڅ د دیکتاتور نیکولاس مادورو له نیولو وروسته د موقتې ولسمشرې په توګه وټاکل شوه، خبرې کړې دي.

مادورو تیره اونۍ په نیویارک کې په یوه فدرالي محکمه کې د مخدره توکو د قاچاق او د وسلو د لرلو او د متحدو ایالتونو په وړاندې د کارولو په تور تورن شو.

ټرمپ د روډریګز سره د خپلې ټیلیفوني اړیکې په اړه په خپل ټروټ سوشل کې په یوه پوسټ کې ولیکل: "موږ د وینزویلا د ثبات او بیا رغونې سره د مرستې په برخه کې خورا لوی پرمختګ کړی.

د تیلو، کانونو، سوداګرۍ او البته د ملي امنیت په ګډون په ډیرو موضوعاتو خبرې وشوې."
"د امریکا د متحدو ایالتونو او د وینزویلا ترمنځ دا ملګرتیا به د ټولو لپاره یوه ځانګړې ملګرتیا وي. وینزویلا به ډیر ژر یو ځل بیا عالي او سوکاله شي، شاید تر بل هر وخت ډیر!"

ماچادو د امریکا د هغو عملیاتو په کلکه ملاتړ وکړ چې د مادورو د نیولو لامل شول، او دا یې د سوکالۍ او د قانون د حاکمیت د بیا رغونې په لور یو لوی ګام وباله.

۵۸ کلن ماچادو، وویل چې د هغه هیواد له ننګونو سره مخ دی او ویلي یې دي چې هغه غواړي بیرته خپل هیواد ته ورستنه شي.