د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د وینزویلا موقتي چارواکو څو امریکایان چې په هغه هیواد کې بندیان وو خوشې کړي دي.
دا د جنوري په درېیمه نیټه د امریکایي ځواکونو لخوا د وېنزویلا د دیکتاتور نیکولاس مادورو د نیولو وروسته لومړی ځل دی چې امریکايي بندیان خوشې کیږي.
د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د جنورۍ ۱۳مه وویل: "موږ په وېنزویلا کې د امریکايي بندیانو د خوشې کیدو هرکلی کوو. دا د موقتي چارواکو لخوا په سم لوري کې یو مهم ګام دی."
امریکایي چارواکو د خوشې شویو کسانو دقیق شمېر یا هویت نه دی په ډاګه کړی.
د وېنزویلا حکومت اوس مهال د موقتې ولسمشرې ډیلسي روډریګز لخوا رهبري کیږي، پداسې حال کې چې مادورو په متحدو ایالتونو کې د مخدره توکو او وسلو د قاچاق د تورونو سره مخ دی.
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې د وېنزویلا د موقت حکومت سره یې اړیکې په عمده توګه په هیواد کې د ثبات او د تیلو د تولید په برخه کې د همکارۍ په اړه دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ خپلې ټولنیزې رسنۍ ټروټ سوشل کې په یوه پوست کې لیکلي، "وېنزویلا په لویه کچه د خپلو سیاسي بندیانو د خوشې کولو پروسه پیل کړې ده."
ولسمشر زیاته کړه: "مننه! زه هیله لرم چې دغه بندیان دا په یاد ولري چې دوی څومره بختور دي چې امریکا ورورسېدله او هغه څه یې وکړل چې باید شوي وای."
ټرمپ تېره اونۍ، په ټروټ سوشل کې ولیکل چې وېنزویلا موافقه کړې چې د خپل د تیلو زیرمې، چې له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیون بیرل کیږي، متحدو ایالتونو ته وسپاري، او د هغه په وینا، دا تیل به د بازار په نرخ وپلورل شي څو ګټه یې د وېنزویلا او د امریکا خلکو ته ورسیږي.
ولسمشر ویلي چې د مادورو له نیول کیدو وروسته به متحده ایالتونه د وېنزویلا څارنه وکړي، او تیره اونۍ یې نیویارک ټایمز ته وویل چې دا څارنه کولی شي کلونه دوام وکړي.
ټرمپ وویل چې د وېنزویلا موقت چارواکي چې اوس په وېنزویلا واکمن دي "موږ ته به هر هغه څه راکړي چې موږ ورته اړتیا لرو،" او هغه ژمنه وکړه چې هیواد به "په ډیره ګټوره ډول بیا ورغوي."
هغه په مرکه کې وویل "موږ به تیل وکارو او موږ به تیل ترلاسه کړو. موږ به د تیلو بیه راټیټه کړو او موږ به وېنزویلا ته پیسې ورکړو، چې دوی ورته سخته اړتیا لري".
فورم \ دبحث خونه