د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره یې د داسې نوښتونو په اړه خبرې کړې چې هدف یې د روسیې او اوکراین له لوري د یو بل پر انرژۍ د تاسیساتو د بریدونو درول دي.
مکرون د دوشنبې په ورځ (سپتمبر۲۱) په نیویارک کې له ولسمشر ټرمپ سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، د دواړو مشرانو خبرې «ډېرې ښې» او «ډېرې رغنده» وې. نوموړي وویل، دواړو د اوکراین د دفاع د پیاوړتیا لپاره د مرستې پر اړتیا هم موافقه وکړه.
دا لیدنه یوه ورځ مخکې له هغې وشوه چې د اوکراین ولسمشر ولاودیمیر زېلېنسکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې له ټرمپ سره وکتل.
ټرمپ تېره اوونۍ ویلي وو چې روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو موافقه کړې ده، خو یوه ورځ وروسته روسیې د کیف د تېلو پر مرکزونو برید وکړ او اوکراین هم د روسیې پر یوې تصفیهخانې برید وکړ.
مکرون وویل: «موږ د اوکراین او روسیې په اړه اوږدې خبرې وکړې او د دې پر اړتیا مو بحث وکړ چې له خپلو اوکرایني ملګرو سره باید د هوايي دفاع لپاره د توغندیو په برخه کې لا چټکه او پیاوړې مرسته وشي، ځکه له دفاعي پلوه دا مهمه موضوع ده.»
د فرانسې ولسمشر پر اېکس شبکې ولیکل چې دواړه مشران هڅه کوي د اوکراین پر انرژۍ او ملکي زیربناوو د بریدونو د درولو لپاره کار وکړي.
مکرون زیاته کړه: «باید د ملکي وګړو ساتنه وشي او باید ژر تر ژره د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د شرایطو په اړه جدي خبرې پیل شي.»
مکرون د دوشنبې په ماښام په نیویارک کې له زېلېنسکي سره هم وکتل. هغه وویل، د اوکراین د انرژۍ له سیستم سره مرسته لومړیتوب لري، ځکه دا جګړه د ټولې اروپا پر امنیت اغېز کوي. مکرون هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنۍ غونډې پر مهال به په دې برخه کې پرمختګ وشي.
زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل: «د اوکراین د انرژۍ سکتور، حیاتي زیربناوې او د خوراکي توکو صادرات باید نور د روسیې د بریدونو هدف ونه ګرځي، او دا به زموږ له لوري د کړکېچ د کمولو د متقابلو ګامونو لامل شي.»
د اوکراین ولسمشر نیویارک ته خپل سفر له یو شمېر امریکايي سناتورانو سره په لیدنه پیل کړ. هغه په خپل ټیلیګرام چینل کې ولیکل چې د سناتورانو له لوري د لینډسي ګراهام د بندیزونو د قانون د ملاتړ له رایې مننه کوي.
زېلېنسکي وویل، دواړو لورو موافقه کړې چې د بندیزونو په برخه کې به خپل ټیمونه لا نږدې همکاري کوي. نوموړي همداراز سناتورانو ته د کړکېچ د کمولو لپاره خپل وړاندیزونه تشریح کړي دي.
رویټرز د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې زېلېنسکي به د سې شنبې په ورځ له ټرمپ سره په اوکراین کې د ژمي لپاره د «پټریوټ» دفاعي توغندیو د برابرولو په اړه هم خبرې وکړي.
د همدې سرچینې په وینا، ټرمپ له زېلېنسکي غوښتي چې د کړکېچ د کمولو لپاره د پراخو هڅو په چوکاټ کې د روسیې پر تېلو د تصفیه خانو بریدونه ودروي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروټ سوشل» ولیکل چې روسیه «له اوکراین سره د جګړې له امله د خپل ډیزلو د صنعت کنټرول له لاسه ورکوي» او زیاته یې کړه: «دا مسخره او نه ختمېدونکې جګړه باید پای ته ورسېږي.»
تر اوسه روسیې داسې کومه نښه نه ده ښودلې چې د هوايي بریدونو د درولو لپاره چمتو ده. ټاکل شوې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وګوري.