ټرمپ: په افغانستان کې بریتانوي ځواکونه له'سترو جنګیاليو' څخه وو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر څنګ جنګیدونکي بریتانوي سرتیري ستایلي او ویلي چې هغوي د "سترو جنګیاليو" څخه و.

د امریکا ولسشمر پخپلې ټولنیزې رسنۍ تروت سوشېل کې په یوه پوست کې لیکلي "د بریتانیا عالي او ډېر زړور سرتیري به تل د امریکا د متحدو ایالتونو سره ولاړ وي! په افغانستان کې، د دوی [بریتانوي سرتیرو] ۴۵۷ تنه ووژل شول، اکثره یې سخت ټپیان شول او دوی د سترو جنګیاليو څخه وو."

ډونالډ ټرمپ پخپل پیغام کې لیکلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ پوځي اړیکه "ډیره قوي" ده او د هغه په وینا، هیڅکله به مات نشي.

ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې، د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، د ناټو سره د متحدو ایالتونو د نه تړاو په اړه خبرې کړې وې او په افغانستان کې یې د ناټو ځواکونو پر فعالیت نیوکه کړې وه.

ټرمپ په خپلې مرکې کې ویلي و چې متحدو ایالتونو هیڅکله ناټو ته اړتیا نه درلوده او هیڅکله یې افغانستان ته د سرتیرو د لیږلو په شمول له دې اتحاد څخه هیڅ شی نه دي غوښتي.

ولسمشر دا هم ویلي و چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونه "یو څه شاته و، له لومړۍ کرښې څخه یو څه لېرې و."

د ولسمشر ټرمپ دغو څرګندونو د بریتانیا، کاناډا، جرمني، ایټالیا او یو شمېر هغو هېوادونو د جګپوړو چارواکو غبرګونونه راپارولي وو چې سرتېرو یې دوه لسیزې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو تر څنګ خدمت کړی دی.

پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو او د القاعدې د پخواني مشر او د دغو ترهګریزو بریدونو د اصلي طراح اسامه بن لادن ته د پناه ورکولو له امله د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره امریکا پر افغانستان پوځي برید وکړ، د ناټو د اکثرو غړو هیوادونو سرتیري د امریکایي ځواکونو تر څنګ افغانستان ته واستول شول.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د دوو لسیزو پوځي حضور په جریان کې، شاوخوا ۳۵۰۰ بهرني سرتیري وژل شوي، چې له دې جملې څخه څه باندې ۲۴۶۰ یې امریکایي سرتیري وو او پاتې نور یې د ناټو د نورو غړو هیوادونو سرتیري وو.

له متحدو ایالتونو وروسته، بریتانیا او کاناډا په افغانستان کې د پوځي تلفاتو له پلوه دوهم او درېیم ځای لري، چې په ترتیب سره یې ۴۵۷ او ۱۶۵ عسکر وژل شوي دي.