ولسمشر ټرمپ: ایران سره به جګړه ژر پای ته ورسوو

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي ایران سره به جګړه ډیر ژر پای ته ورسوي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ (مې ۱۹) په سپینه ماڼۍ کې د کانګرس له غړو سره د لیدنې پرمهال وویل چې د ایران رژیم یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره لیوال دی او له اوسني وضعیت څخه ستومانه شوی دی.

نوموړي وویل:"موږ به له (ایران سره جګړه) ډیر ژر پای ته ورسوو. هغوی د یوې هوکړې د کولو لپاره ډیره لیوالتیا لري. هغوی له دې ستړي شوي دي. دا باید ۴۷ کاله وړاندې شوې وای. یو چا باید په دې اړه څه کړي وای. دا به وشي او ژر به وشي. تاسې به د تیلو ټیټې بیې ووینئ. بیي به ټیټي شي. هلته ډیر تیل شته."

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې نوموړي د دریو عربي هیوادونو، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په غوښتنه پر ایران برید چې دسه شنبې ورځې لپاره پلان شوی وو، وځنډوه. ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي ایران ته به د اټومي وسلو د درلودلو اجازه ورنکړل شي.

ولسمشر ټرمپ وویل: "موږ باید هغوی ودروو، هغوی په خپل ذهن د اټومي وسلو خیال لري، او موږ به هغوی ته اجازه ورنکړو چې اټومي وسلې ولري. موږ غوره کار وکړ. فکر کوم موږ به په دې اړه خپل کار ژر پای ته ورسوو. هغوی به اټومي وسلې ونلري. هیله من موږ دا کار په ډیر ښه شکل پای ته ورسوو. "

بلخوا د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي ډي ونس د سه شنبې په ورځ (مې ۱۹) په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې پرمهال وویل متحدو ایالتونو او ایران په خپلو خبرو کې ډیر پرمختګ کړی او دواړه لوري نغواړي چې نظامي جګړه پیل شي.

جې ډي ونس څرګنده کړه: "موږ فکر کوو چې ډیر پرمختګ مو کړی دی. موږ فکر کوو چې ایرانیان غواړي یوه هوکړه وکړي. د متحدو ایالتونو ولسمشر له موږ څخه وغوښتل چې په ښه نیت مذاکرات وکړو ، او دا دقیقا هغه څه دي چې موږ کړي دي. بنا موږ دلته په ډیر ښه موقعیت کې یو. خو دویم انتخاب هم موجود دی. دویم انتخاب دادی چې موږ کولی شو نظامي جګړه بیا پیل کړو څو خپله قصه تعقیب کړو، د امریکا د اهدافو ترلاسه کیدو ته دوام ورکړو. "

ولسمشر ټرمپ او مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په داسې حال کې له ایران سره په نږدې وختونو کې د جګړې د پای ته رسیدو خبره کوي چې امریکا سنا پر داسې یوې طرحې کار کوي چې پر ولسمشر ټرمپ د ایران د جګړې د ختمیدو په هدف فشار زیاتوي.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان د سه شنبې په ورځ پر خپل ایکس حساب لیکلي دي چې په هیڅ شرایطو کې د خپل هیواد او خلکو له قانوني حقونو څخه نه لاس په سر کیږي.