د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: د عرب مشرانو په غوښتنه مې پر ایران برید وځنډوه

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي پر ایران یې پلان شوی نظامي برید ځنډولی دی.

نوموړي ویلي، ټاکل شوې وه دا برید د سه شنبې په ورځ (مې ۱۹) ترسره شوی وای خو د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د مشرانو په غوښتنه یې یوې هوکړې ته د رسیدو په هیله ځنډولی دی.

ولسمشر ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ په یو پروګرام کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل وویل:"موږ سبا د یوه ډیر لوی برید لپاره چمتوالی نیوه. ما د لنډ وخت لپاره وځنډاوه، ښایي د تل لپاره، خو ښایي د لنډ وخت لپاره، ځکه موږ د ایران سره په لویه کچه بحثونه لرو او وبه ګورو هغوی څه کوي."

ولسمشر ټرمپ وویل:" له ما څخه سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او یو شمیر نورو وغوښتل که یې د دوو یا دریو ورځو لپاره وځنډوو، د لنډ وخت لپاره، ځکه هغوی فکر کوي چې د یوې هوکړې کیدو ته ډیر نږدې شوي دي."

ولسمشر ټرمپ د تروت سوشل په یوه پیغام کې لیکلي چې د منځني ختیځ ددغو هیوادونو د مشرانو په باور، جدي خبري اترې روانې دي او یوه غوره هوکړه به چې متحدو ایالتونو، د منځني ختیځ هیوادونو او نورو ته د منلو وړ وي، ترلاسه شي.

د ټرمپ په وینا ددې هوکړې له مخې، ایران به اټومي وسلې ونلري. هغه لیکلي:"داسې ښکاري چې د یوه څه د ترلاسه کیدو لپاره ډیر ښه چانس موجود دی. که موږ له سختو بمباریو پرته دې نتیجې ته ورسیږو، زه به خوشاله شم."

خو په ورته وخت کې ولسمشر ټرمپ امریکایي ځواکونو ته یې لارښونه کړی چې د منلو وړ یوې هوکړې ته د نه رسیدو په صورت کې، په لنډ وخت کې یوه بشپړ او پراخ برید ته چمتو شي.

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې ایران د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د خپل منځګړي پاکستان له لارې یې خپله طرحه واشنګټن ته سپارلې ده.

ولسمشر ټرمپ د ایران پخوانی طرحه رد کړې وه او ویلي وو ایران دا ضمانت نه وو ورکړی چې د اټومي وسلو ترلاسه کیدو ته به هڅه نه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG