ټرمپ: ایران هوکړه غواړي خو چمتو ندی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې ایران غواړې هوکړې ته ورسیږي خو نوموړي زیاته کړې د هغه په باور یاد هیواد لا چمتو ندی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (سپټمبر ۱۷) له اې بي سي نیوز سره په خبرو کې ویلي دي، یا به ښه هوکړه کیږي او یا به هم هیڅ هوکړه ونشي.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې واشنګټن د اټومي وسلو د ترلاسه کیدو په لور د ایران ټول قابلیتونه ختم کړي دي.

نوموړي وویل:"که موږ بي ۵۲ بم غورځونکي نه وای کارولی، موږ به اوس په اټومي وسلو سمبال ایران درلودلی وای، او هغوی به کارولي وای. هغوی به په ډیرې سادګۍ کارولي وای."

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې ایران اوس په ډیر کمزوي وضعیت کې دی او متحده ایالات د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري.

ټرمپ وویل: "موږ به د دې کار غم وخورو. هغوی کمزوری دولت لري، موږ د هرمز تنګي کنټرولو. موږ یې په ډیر قوت سره کنټرولو. موږ هره شپه ډیرې کښټۍ تیروو، معمولا د شپې له خوا، ځکه هغوی څه شی نشي لیدلی. هغوی پوهیږي چې چیرې دي خو څه نشي کوی ځکه موږ د هغوی رادار، له منځه وړی دی. هغوی د شپې له خوا د دید امکانات نلري خو موږ ډیر ښه روان یو. "

ددې تر څنګ ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اکسیوس ته ویلي هغه د ایران د جګړې په اړه یو مهم پړاو ته رسېدلی، او هغه دا چې ایا د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره لوی بریدونه بیا پیل کړي او که نه. نوموړي زیاته کړې چې هر څه امکان لري.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس هم څو ورځې وړاندې نیویارک پوسټ ته په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي وو چې له ایران سره به د امریکا جګړه په "راتلونکې یوې یا دوو میاشتو" کې "په بشپړه توګه یو بل پړاو" ته ننوځي.

ټرمپ له اکسیوس سره په مرکه کې زیاته کړې، دی به د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې د جګړې د راتلونکو ګانونو په اړه مستقیما له خپلو سیمه ایزو متحدینو څخه واوري.

ولسمشر ټرمپ ویلي: "زه غواړم پوه شم چې هغوی چېرته دي او څنګه دي. موږ د هغوی ډېره ساتنه کړې ده. "