د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي باور لري چې ایران غواړي د خپل اتومي پروګرام په اړه یوه معامله وکړي او هغه حاضر دی چې یوې موافقې ته سره ورسېږي.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره د ملاقات په مهال خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم هغوی ډېر غواړي چې یو تړون وکړي. زه بیخي چمتو یم ورته او موږ ورسره غږیږو او موږ به یوه پروسه پیلوو.»
هغه ټېنګار وکړ چې دواړو غاړو کولای شوای چې د جون په میاشت کې له ۱۲ ورځنۍ جګړې څخه مخکې یو توافق وکړي، خو «نتیجه یې ورنه کړه». په دغې جګړې کې متحدو ایالتونو او اسرائيل په ایران برید وکړ او د ایران اتومي تاسیسات یې ویجاړ کړل، دواړه هېوادونه وايي دا تاسیسات د پرمختللیو وسلو جوړولو د پروګرام برخه وه.
متحدو ایالتونو تر جګړې مخکې له ایران سره څو ځلې خبرې وکړې چې اتومي پروګرام ته د تهران د رسېدو مخه ونیسي، خو دا مذاکرات بیا په ټپه ودرېدل.
ایران وايي چې غواړي د یورانیمو د غني کولو وړتیاوې پیدا کړي، خو متحده ایالتونه دا کار د اتومي وسلو د جوړولو د پروګرام برخه بولي. ایران لا په ښکاره نه دي ویلي چې د اتومي خبرو لپاره چمتو دی.
ټرمپ وايي که ایران بله خبره هم کوي، خو «ډېر غواړي چې یو تړون ترلاسه» کړي. محمد بن سلمان په دې اړه په خپلو تبصرو کې وویل چې له ایران سره اتومي تړون به د سیمې او نړۍ لپاره ګټور وي.
په همدې حال کې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان مشر رافایل ګروسي په ایران فشار راوړی چې د هغو تاسیساتو د ارزونې اجازه ورکړي، چې د جون په میاشت کې امریکا او اسرائيل پرې بریدونه کړي. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په ویانا کې د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان د غونډې په مهال خبریالانو ته دا خبره وکړه.
راپورونه وايي چې فرانسې، بریتانیا، جرمني او متحدو ایالتونو د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان غونډې ته یو پرېکړه لیک سپارلی چې بمبارو شویو تاسیساتو ته د لاسرسي غوښتنه هم په کې شامله ده.
د سپتمبر په میاشت کې ملګرو ملتونو په ایران باندې د اتومي پروګرام له کبله بیا بندیزونه ولګول او ویې ویل چې ایران د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون شرایطو ته ژمن نه دی. په هغه تړون کې ایران ژمنه کړې وه، چې د اتومي وسلو د جوړولو فعالیتونه به دروي او په بدل کې به پرې نړیوال زبر ځواکونه بندیزونه نرموي.