د لاس رسي وړ اتصالات

بن سلمان ټرمپ ته وویل غواړي ابراهیم تړونونو کې شامل شي، خو یو ځل بیا یې د فلسطیني دولت په جوړولو  ټېنګار وکړ


The President of the United States of America receives His Royal Highness Prince
The President of the United States of America receives His Royal Highness Prince

سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ولسمشر دونالډ ټرمپ ته وویل چې غواړي د ابراهیم تړونونو کې شامل شي، خو یو ځل بیا یې د فلسطیني دولت په جوړولو ټېنګار وکړ.

محمد بن سلمان په سپینې ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره په ملاقات کې دا خبره وکړه. نوموړي د ابراهیم تړونونو کې د سعودي عربستان د شاملېدو په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ غواړو د ابراهیم تړونونو برخه واوسو، خو دا ډاډ هم ترلاسه کول غواړو چې د دوو دولتونو حل ته لاره خوندي کړو (د اسرائیل-فلسطین د شخړې حل لپاره).» دا تر دې دمه له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په اړه د هغه یو قوي دریځ دی، چې څرګندوي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د سعودي عربستان د شهزاده دریځ د ابراهیم تړونونو کې د شاملېدو لپاره «تعهد» نه ګڼي. د ابراهیم تړونونو په اساس، په ۲۰۲۰ کال کې د اسرائیل او متحدو عربي اماراتو، بحرین او مراکش روابط عادي شول. خو ولسمشر ټرمپ وویل چې فکر کوي محمد بن سلمان په دې اړه «ډېر ښه احساس» لري.

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه همدغه راز له محمد بن سلمان سره د اسرائیل اوفلسطین د شخړې د حل لپاره د «یو دولت» او «دوو دولتونو» د حل په اړه هم خبرې وکړې، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو له سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کولو په اړه خپل حمایت څرګند کړی، خو د فلسطیني دولت د ایجاد خبره یې رد کړې ده. اسرائیل د داسې یو دولت ایجاد ځان ته ګواښ بولي او ویره لري، چې د حماس ډله او یا هغه مشران به دا دولت رهبري کوي، چې نه غواړي هغه ترهګر ختم کړي، چې د یهودي دولت په توګه اسرائیل نابودول غواړي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې هغه به په سعودي عربستان باندې د اف-۳۵ جنګي جټ الوتکو پلورل تائید کړي، دا هغه ډول الوتکې دي چې امریکا په اسرائیل هم پلورلې دي.

متحدو ایالتونو او اسرائیل په ۲۰۲۱ کال کې یو پرمختللی امنیتي تړون لاسلیک کړ، دا تړون متحده ایالتونه ملزم کوي، چې «له اسرائیل سره مرسته وکړي چې د سیمې د قدرتونو په پرتله خپل پوځي کیفي برتري» وساتي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې اسرائیل غواړي متحده ایالتونه په سعودي عربستان باندې د اف-۳۵ جنګي جټ الوتکو پلورل د ابراهیم تړون کې له شاملېدو سره وتړي، وویل چې «اسرائیل به ډېر خوشحال» شي. اسرائیل لا د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG