د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران د ترهګر رژیم پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د شنبې د ورځې د ګډ برید د پیل راهیسې يې د ایران رژیم نږدې دوه پر دریمه برخه توغندي او میزایل ویجاړ کړي دي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې وویل چې امریکایي او اسراییلي ځواکونه "د ایران د توغندیو او ډرون وړتیاوې تر بل هر وخت ډیرې له منځه وړي،".
ټرمپ زیاته کړه "د رژیم توغندي ویجاړ شوي، د دوی د توغندیو توغولو دستګاوې له مینځه تللي او شاوخوا ۶۰ سلنه توغندي او ۶۴ د توغندیو توغولو دستګاوې ویجاړ شوي،".
ولسمشر وویل چې د ایران رژیم پاتې شوني له متحده ایالاتو سره اړیکه نیولې ترڅو پوښتنه وکړي چې څنګه دوی کولی شي د برید د بندولو لپاره یوې موافقې ته ورسیږي. ټرمپ وايي: "ما دوی ته وویل چې اوس یو څه ناوخته دی. اوس موږ غواړو د دوی په پرتله ډیر جنګ وکړو."
ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران د سپاه پآسداران انقلاب د قول اردو، منظم پوځ او د ایران د رژیم د پولیسي ځواکونو څخه وغوښتل چې خپلې وسلې په مځکه کیږدي.
ټرمپ وویل: "اوس د دې وخت دی چې د ایران د خلکو لپاره ودریږئ او د دې ټولو کلونو وروسته د هیواد بیرته ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړئ. معافیت ومنئ. موږ به تاسو ته معافیت درکړو او تاسو به د تاریخ سم اړخ ته ودروم. تاسو به په بشپړ ډول خوندي یاست، په بشپړ ډول خوندي." که نه نو د حتمي مرګ سره به مخ شئ. زه نه غواړم دا سې څه ووینم، دوی هم نه غواړي."
په یوه نوي اقدام کې، د امریکا ولسمشر په ټوله نړۍ کې له ایراني ډیپلوماتانو څخه هم وغوښتل چې پناه وغواړي او د متحده ایالتونو "لوی ظرفیت سره د نوي او غوره ایران" په جوړولو کې مرسته وکړي.
ټرمپ وویل: "متحده ایالتونه به ډاډ ترلاسه کړي چې هرڅوک چې په راتلونکي کې د ایران مشري په غاړه واخلي، ایران به نور د متحده ایالتونو یا د هغې ګاونډیانو، لکه اسراییل یا بل چا ته ګواښ نه پېښوي."
د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني
د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وايي چې د ایران رژیم د امریکایي ځواکونو او سیمه ایزو شریکانو ته د ګواښ کولو وړتیا "په چټکۍ سره کمیږي"، پداسې حال کې چې د متحده ایالتونو او اسراییلو ځواک د ایران رژیم په وړاندې د ګډ برید په شپږمه ورځ مخ په زیاتیدو دې.
سینټاکام د پنجشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د وروستيو عملیاتي پرمختګونو نور جزییات خپاره کړل، چې د متحده ایالاتو جنګي الوتکو په ځمکه کې د ایراني رژیم نظامي اهدافو باندې د بریدونو ویډیو ښیې.
د اسراییلو پوځي عملیات
د اسراییلو پوځ د ایکس په ټولنیزه شبکې کې د یو لړ پیغامونو په خپرولو سر ه ویلي چې دوی د پنجشنبې په ورځ د ایران د مرکز په لویدیځ کې د هوایی بریدونو دوه څپې ترسره کړې دي.
د اسراییلو پوځ زیاته وي چې په دویمه څپه کې، اسراییلي جنګي جیټ الوتکو شاوخوا ۲۰۰ هدفونه بمبار کړل، چې پکې لسګونه بالستیک توغندي او د توغولو دستګاوې هم شاملې وې.
د اسراییلو پوځي چارواکو دا هم وویل چې په لومړۍ څپه کې يي د پلازمینې تهران او ګاونډي البرز ولایت باندې د اسراییلو هوايي بریدونه شامل وو، چې د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو او نورو ایراني امنیتي ادارو پورې اړوند اهداف یې په نښه کړل.
د ایران غچ اخیستونکي بریدونه
د پنجشنبې په ورځ په نورو پرمختګونو کې، د ایران رژیم د خپلو عربي ګاونډیو، متحده عربي اماراتو او قطر په وړاندې ډیر توغندي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړل، او د لومړي ځل لپاره یې پرخپل شمالي ګاونډي اذربایجان هم برید وکړ.
د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت وویل چې دوی لږترلږه اووه ایراني توغندي او ۱۳۱ راتلونکي ډرونونه پیژندلي او نږدې ټول یې شنډ کړي دي، پرته له یو توغندي او شپږو ډرونونو څخه چې د متحده عربي اماراتو په خاوره کې غورځیدلي دي..
د قطر د دفاع وزارت وویل چې د دوی هوایی دفاع ۱۳ ایراني توغندي او څلور ایراني ډرونونه شنډ کړي دي، چې هیڅ مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
اذربایجان دولتي خبري اژانس ویلي چې ایران څلور بې پیلوټه الوتکې د نخجوان سیمې ته وتوغولې، چې یوه یې را نسکوره شوه او درې نور یې د یوه ښوونځي په ګډون د ملکي زیربناوو ته نږدې را لویدلي دي په دې اړه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړ شوی.
اذربایجان دا بریدونه د ترهګریز عمل په توګه وغندل. د اذربایجان ولسمشر الهام علییف د خپل هیواد د امنیت شورا په غونډه کې له تهران څخه وغوښتل چې بخښنه وغواړي. هغه زیاته کړه چې موږ خپل وسله وال ځواکونه د "هر ډول اړینو عملیاتو" ترسره کولو لپاره په لوړه کچه چمتو کړي دي.