ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویلي په نړۍ کې ۸۴۰ میلیونه ښځې او نجونې یعنی له هرو دریو څخه یوه یې د خپل ژوند په اوږدو کې له فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
ملګرو ملتونو دا راپور د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې رارسېدو په درشل کې خپاره کړې دي.
ملګري ملتونه وايي، د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې عدلي او قضايي ادارې د هغو ښځو او نجونو په ملاتړ او ساتنه کې پاتې راغلي چې له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د همغږۍ او پروګرامونو مرستیاله اجرائیوي مشره نیارادزایي ګومبونزوانډا وايي: "په ټوله نړۍ کې ۸۴۰ میلیونه ښځې او نجونې، یعنې نږدې له هرو دریو ښځو او نجونو څخه یوه په خپل ژوند کې له فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي. دا د بشري حقونو تر ټولو پراخه سرغړونه ده. "
ملګري ملتونه وايي چې د تاوتریخوالي له امله د قرباني شویو ښځو لپاره عدالت ته لاس رسی چې د نړۍ څلور پنځوس هیوادونه تر پوښښ لاندې نیسي پکې له هرو څلورو ښځو څخه یوه یې په خپل ژوند کې فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو برخې مشره کالیوپي مینګیرو وايي: "یوازې له هرو څلورو هغو ښځو څخه یوه چې په خپل ژوند کې یې له فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې وي، د خپلې کورنۍ، ټولنې یا اړوندو ادارو څخه د مرستې غوښتنه کوي. همدارنګه، موږ اورېدلي چې یوازې اووه سلنه یې دا ډول پېښې پولیسو ته راپوروي.او موږ پوهېږو چې په ډېرو هغو هېوادونو کې چې د وخت په تېرېدو یې دا معلومات راټول کړي د مرستې غوښتنه په کمېدو ده. "
د ملګرو ملتونو د یوه بل نوي راپور له مخې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې له ۴۷۰۰۰ څخه ډېرې ښځې او نجونې د خپلو مېړونو، نږدې ملګرو یا د کورنۍ د نورو غړو له خوا وژل شوې دي؛ دا شمېره په اوسط ډول په هر ساعت کې د پنځو ښځو او نجونو د وژل کېدو ښکارندويي کوي.. ملګرو ملتونو دا راپور ښيي چې د هغو ښځو شمېر چې د خپلو نږدې کسانو له خوا وژل شوي د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ بدلون نه دی موندلی.