د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې د ملي شورا مشره: د طالبانو سیاست جنسیتي اپارتاید بللای شو

طالبانو په افغانستان کې د ښځو په زده کړو او سیاسي مشارکت بندیزونه لګولي
طالبانو په افغانستان کې د ښځو په زده کړو او سیاسي مشارکت بندیزونه لګولي

د فرانسې د ملي شورا مشرې، یایل براون‌ـ‌پیوې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وضعیت د نیوکې پر مهال د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» بللي دي.

نوموړې د افغانستان د پخواني حکومت د کانونو او پټرولیم له وزیرې نرګس نهان سره په لیدنه کې ویلي چې له عامه ژوند څخه د ښځو سیستماتیک حذف، د هغوی له اساسي حقونو محرومول او چوپتیا ته اړ ایستل د منلو وړ نه دي او باید پر وړاندې یې مبارزه وشي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې افغانې ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي، ښځې په ډېرو برخو کې د کار اجازه نه لري او پر عامه ژوند او ټولنیز ګډون یې محدودیتونه لګول شوي دي.

د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو چارواکو په وار وار د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، د فرانسې د ملي شورا د مشرې څرګندونې د افغان ښځو د حقونو د وضعیت په اړه د اروپايي سیاسي چارواکو د اندېښنو یوه بله بیلګه ده.

د اروپايي کمېسیون مرستیالې مشرې، هنا ویرکونن هم ویلي چې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې دوامداره اړیکې او تعامل د دغه حکومت د رسمیت پېژندلو یا مشروعیت ورکولو په معنا نه دي. ویرکونن ټینګار کوي چې د طالبانو په وړاندې به د اروپايي ټولنې په دریځ کې تر هغه وخته پورې بدلون رانه شي، تر څو چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وضعیت کې څرګند پرمختګ نه وي شوی.

ویرکونن د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۵مه، د اروپا په پارلمان کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانو ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د اروپايي ټولنې له مهمو اندېښنو څخه دي او د افغانستان په اړه د بروکسل پر سیاست مستقیم اغېز لري.

هغې زیاته کړې، له طالبانو سره د اړیکو ساتل د دې لپاره دي چې اروپايي ټولنه وکولای شي د افغانستان له بېلابېلو ټولنیزو برخو سره خبرې وکړي، بشري وضعیت وڅاري او د مهمو مسایلو په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

د ویرکونن څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان د پخواني پارلمان غړي بکتاش سیاوش په اروپايي پارلمان کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر سیاستونو نیوکه وکړه او د طالبانو په وړاندې یې د نړیوالې ټولنې د دریځ د وضاحت غوښتنه وکړه.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG