تیره میاشت د لومړي وزیر کییر ستارمر له استعفا وروسته، بریټانیا ددغه هیواد په رهبري کې د بدلون لپاره تیاری نیسي.
دا په تیرې یوې لسیزې کې د بریټانیا شپږم لومړی وزیر دی چې له دندې استعفا ورکوي او ټاکل شوېده بریټانوی سیاستوال انډي برنهم د جولای په شلمه د ښاغلي سټارمر ځای ناستی شي.
نوموړی ډیر ژر د واکمن کارګر ګوند څخه د کییر ستارمر تر استعفا وروسته د هغه د ځای ناستې په توګه راڅرګند شو.
برنهم د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې د وروستۍ وینا پرمهال وویل:" دا دلته شته غړو او هغو کسانو ته چې ممکن راشي وایم چې، دا هیڅ وخت ډیره ناوخته نده چې سم کارونه وکړئ."
برنهم په ۲۰۱۷ کال کې د انګلستان د یوې لویې ښاري سیمې، لوی منچستر د ښاروال تر ټاکل کیدو مخکې، د ۱۶ کلونو لپاره د ملي پارلمان د غړي په توګه دنده کړې وه.
بریټانوی خبریال او علمي څیره ټوني ټراورس وایي: "انډي برنهم له خلکو سره ډېر اسانه اړیکې لري. هغه ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو کې د فوټبال په اړه په خبرو تېروي. نو تاسو پوهېږئ هغه داسې سیاستوال دی چې په ارتباط کې دی. که د دې مانا دا ده چې د هغه پالیسي به په بنسټیزه توګه توپیر ولري، دا به یوازې وخت وښيي، خو هغه ځینې نښې ورکړې دي چې پالیسي به یې هم توپیر ولري."
یو مورد چې له مخې یې د برتانیا تلونکی صدراعظم سټارمر ستایل شوی، له متحده ایالاتو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د هېواد د تش په اصطلاح "ځانګړو اړیکو" ساتل دي.
خو د برنهم کمپاین تر ډېره په کورنیو پالیسیو متمرکز دی، چې له امله یې دا پوښتنې راولاړې شوې چې د بهرنۍ پالیسۍ په اړه به د هغه چلند څه وي. بریتانوي پروفیسور انټرجیت پارمر په دې وایي چې ټرمپ د بریټانیا له نوي صدراعظم څخه د څه تمه کولی شي.
د نړیوال سیاست کې بریټانوی پروفیسور انټرجیب پالر وایي:"دا تر ډیره هغه څه دي چې کابو د ۱۹۵۰ څخه هر ولسمشر له بریټانیا څخه غوښتي دي، ډیر مصارف وکړئ، ډیرې پيسې په پوځ ولګوئ، او متحده ایالات تعقیب کړئ."
په ترکیه کې د ناټو د غړیو هیوادونو مشرانو په غونډې کې ، ولسمشر ټرمپ پر خپلو متحدینو د ایران سره د امریکا-اسرائیلو په جګړه کې د کم ملاتړ او د لږو دفاعي مصارفو له امله نیوکه وکړه.
اوس، پر ایران د امریکا تازه بریدونو او پر اروپا فشار چې د یادې وچې په خوندي ساتلو کې مخکښ رول ولوبوي، پام دې ته اوړي چې برنهم به د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې څه وکړي.
لکه، څنګه چې توقع کیږي، برنهم د رهبري سیالي وګټي او راتلونکې اوونۍ صدراعظم شي، ټولې سترګې به دې ته وي چې آیا نوموړی به د اوسني حکومت په نسبت د اوسنۍ تګلارې د بدلولو هڅه وکړي.
ولسمشر ټرمپ د جون په وروستیو کې وویل چې بریټانیا (مري) او هغه له یاد هیواد څخه وغوښتل چې (شمالي سیند) د تیرو د تولید لپاره پرانیزي.