د لاس رسي وړ اتصالات

بریټانویان د بریګزیت هواریدل غواړي


وروسته له هغه چې د اروپايي ټولنې مشرانو بریټانیا ته د بریګزیت په اړه ۶ میاشتې نور وخت ورکړ، د بریګزیت ملاتړي او مخالفین غواړي چې له قرار داد پرته له اروپايي ټولنې څخه د بریټانیا د وتلو د عاجلو خطرونو د مخنیوي په موخه خپل کمپاینونه پیل کړي.

یو شمیر بریټانیویان وايي ددې ناوړه حالت ژر هواریدل غواړي ځکه د بریګزیت پر سر جنجال ګډوډه فضا رامنخ ته کړې ده.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر ډانلډ ټسک د پنجنشبې په سهار د بریګزیت د غځیدو اعلان وکړ او بریټانویانو ته یې وویل چې دا ځل ورکړل شوی وخت ضایع نکړي.

بلخوا د بریټانیا لومړۍ وزیرې تریزا مي پارلمان ته د وینا پرمهال یووار بیا د جوړجاړي غږ وکړ." موږ ته د انتخاب لپاره هرڅه روښانه دي او وخت ټاکل شوی دی. په دې باور یم چې اوس موږ باید هڅه وکړو داسې یوې اجماع ته ورسیږو چې ملي ګټې پکې خوندي وي."

خو که د بریټانیا پارلمان بریګزیت تصویب کړي کیدای شي دا هیواد له اکتوبر مخکې اروپايي ټولنه پریږدي.

ټاکل شوېده د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د مې میاشتې په ۲۳ مه نیټه د اروپايي پارلمان ټاکنې وکړي. که بریټانیا تر دې نیټې غړې وي نو باید په ټاکنو کې برخه واخلي او ممکن د دواړو لورو ترمنځ اختلافات نور هم زیات شي.

بریګزیت تر اوسه د تریزامي د ګوند د یو شمیر غړو له خوا چې پلوي یې وو څو ځله رد شوی دی ، هغه کسان چې له بروکسل سره ازادې اړیکې غواړي.

لومړۍ وزیره تریزا مې اوس هڅه کوي چې د مخالف کارګر ګوند له لارې قرار داد ته رایه ترلاسه کړي. خو کارګر ګوند له اروپايي ټولنې سره نږدې اړیکي لري او ممکن دویمه ټولپوښتنې وشي.

په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه له بریټانیا غواړي اضافه وخت څخه سمه ګټه واخلي د بریټانیا پارلمان د پنجشنبې په ورځ د دوو اونیو لپاره په رخصت ولاړ.

XS
SM
MD
LG