د اوکراین پوځ وايي روسیې یې په بېلا بېلو سیمو کې تازه بریدونو کړي، چې په کې یې له ۳۵ بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی دی.
د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونه وايي چې دا ټولې بې پیلوټه الوتکې یې وېشتلې او نسکورې کړې او یوازې یوه یې ترې بچ شوې ده.
اوکراین وايي دا الوتکې یې په کیف، دنیپروپتروفسک، خرسون، میکولایف، چرنیهیو او ځينو نورو سیمو کې وېشتلي دي. لا په دغو پېښو کې د تلفاتو او ورانیو راپور ورکړل شوی نه دی.
په همدې حال کې د دنیپروپروفسک په سیمې کې د نیکوپول په ښار کې مقاماتو ویلي دي چې د روسیې د توغندیو په بریدونو کې دوه تنه وژل شوي دي.
د دغې سیمې والي سیرهي لسک په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي دي چې په دغې پېښې کې یو ۸۶ کلن زخمي سړی هم روغتون ته انتقال شوی دی.
نوموړي ویلي دي چې د روسیې په دغو بریدونو کې ځينې کورونه او ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.
روسیې لا د دغه برید او د خپلو بې پيلوته الوتکو د وېشتلو په اړه د اوکراین د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
څو ورځې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي وو چې په یوې اوونۍ کې یې د «شهید» په نوم ۱۰۴ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. دا په ایران کې تولید شوي الوتکې دي چې مسکو یې ترې پیري.
روسیې تېرکال په اوکراین باندې یرغل پیل کړ. د «کیف اینډیپنډیټ» ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۶) په یو راپور کې وویل، چې د اوکراین په جګړې کې د روسیې تقریبآ ۳۵۰۰۰۰ سرتېري وژل شوي.
ورځپاڼې د اوکراین د وسله والو ځواکونود لوی درستیز د راپور په اساس راپور ورکړی و، چې د جګړې له پیل راهېسې د «روسیې ۳۴۶۰۷۰ سرتېري وژ او ۵۷۳۹ ټانګونه، ۱۰۶۹۲ زغره وال موټرونه، ۱۰۷۶۶ پوځي موټرونه او د تیلو ټانګرونه، ۸۱۳۷ توپخانه يي سیستمونه، ۹۲۳ د راکټ توغولو سیستمونه، ۶۰۹ د هوايي دفاع سیستمونه، ۳۲۴ الوتکې،۳۲۴ هلیکوپترونه، ۶۲۷۸ بې پیلوته الوتکې او ۲۲ کښتۍ، بېړۍ او اوبتلونه ویجاړ شوي دي.»
روسیې د دغه راپور د رد او تائید په اړه څه نه دي ویلي.
اوکراین وايي چې په جګړې کې یې شاوخوا ۹۰۰۰ سرتېري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.
د دغه راپور معلومات د رویټرز او فرانس پرس له اژانسونو څخه اخیستل شوي.