اوکراین د کانګرس په غړو فشار راوړی چې اف-۱۶ جټ الوتکې ورکړي- قانون جوړوونکي  

U.S. Air Force B-52

د اوکراین مقاماتو د متحدو ایالتونو د کانګرس په غړو تاکید کړی چې د ولسمشر جوبایډن په ادارې فشار راوړي چې کیف ته اف-۱۶ جنګي جټ الوتکي ورکړي.

د امریکا د کانګرس غړي وايي اوکراین په دې باور دی چې دا الوتکې به یې د ځواکونو وړتیا لوړه کړي چې په امریکايي توغندیو د روسیې د میزایلو کنډکونه وولي.

دا مسئله د مونشن د امنیتي کنفرانس په ترڅ کې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دمترو کولیبا او د متحدو ایالتونو د سنا او استازو د خونې د جمهوریت غوښتونکو او دموکرات غړو ترمنځ خبرو کې مطرحه شوې ده.

د متحدو ایالتونو د سنا او استازو د خونې څلور پلاویو په دې کنفرانس کې ګډون کړی.

سناتور مارک میلي د رویټرز خبري اژانس ته وویل: « هغوی [اوکراین مقامات] راته وویل چې اف-۱۶ الوتکې غواړي چې د دښمن هوايي دفاعي ځواکونه وځپي او بې بېلوټه الوتکې یې په نښه کړي.»

تېره میاشت په یو خبري یو کنفرانس کې له ولسمشر جوبایډن څخه پوښتنه وشوه چې اوکراین ته به اف-۱۶ الوتکې ورکړي که نه، هغه وویل: «نه»، خو زیاته یې کړه چې د اوکراین د ضرورتونو په اړه به د اوکراین له ولسمشر سره خبرې کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره ورځ وویل چې باید اوکراین سره داسې پوځي مرستې وشي چې د جګړې په میدان کې یې عاجل په کار راشي نه الوتکې چې کارول یې ځانګړې روزنې غواړي.

هغه د اې بي سي تلویزون ته وویل: « تمرکز باید په دې وي چې هغوی په راتلونکو څو میاشتو کې نه څو کالونو کې د څه شي د اغیزناک کارولو ظرفیت لري.»

د چین د ممکنه مرستو په اړه د امریکا اندېشنه

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سي بي اس تلویزون ته ویلي دي چې چین به روسیې ته وسلې ورکوي.

هغه ویلي دي: «زموږ اندېښنه دا ده چې زموږ د معلوماتو په اساس هغوی [چین] د وژونکې مرستې، چې له مهماتو نیولې تر وسلو پورې په کې شاملې دي، د ورکولو په اړه فکر کوي.»

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو زویر انتوني بلینکن د مونشن په کنفرانس کې خپل چینايي سیال وانګ ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین په یرغل کې له روسیې سره د موادو مرسته [مادي مرسته] باید عواقب ولري.

د ولسمشر بایډن مرستیالې کاملا هریس ویلي چې له روسیې سره د چین مرسته به د «یرغل جایزه» او ننګه وي. خو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي‌ دي چې هېواد یې د اوکراین د بحران په اړه «نه بې تفاوته دی او نه یې هم د جګړې اور ته لمن وهلې» ده. وايي چین د سولې او خبرو غوښتنه روانه ساتلې ده.

جنګي جنایات

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس روسیه تورنه کړه چې په اوکراین کې یې د «بشریت ضد جنګي جنایات» کړي دي. مسکو د میرمن هریس په ځواب کې ویلي‌ دي چې واشنګتن د دغو ادعاو له لارې کړکیچ زیاتوي.

تر دې مخکې ولسمشر بایډن هم ویلي‌ وو چې مسکو په اوکراین کې جنګي جنایتونه کړي‌ دي.

دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي را روانه جمعه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي.

ملګري ملتونه وايي په دغې جګړې کې لسګونه زره ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي او همدا رنګ میلیونونه اوکراینیان کډوال شوي دي.