د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن وانګ ته: د امریکا هوایي حریم ته د چین جاسوسۍ بالون راتلل باید هیڅ تکرار نشي


چین ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر یې د امریکا په غوښتنې دا ملاقات کړی.
چین ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر یې د امریکا په غوښتنې دا ملاقات کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بیلنکن په جرمني کې د مونیخ د امنیتي غونډې په ترڅ کې د خپل چینایي سیال وانګ یي سره په ملاقات کې خبردرای ورکړی چې د متحده ایالاتو هوایي حریم ته د چین د جاسوسۍ بالون راتلل باید هیڅکله بیا پیښ نشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو مشرانو تقریباً یو ساعت سره وکتل او ښاغلي بلینکن د ملاقات پر وخت هر څه په ډاګه او مستقیمه توګه د چین د بهرنیو چارو وزیر ته وویل.

د وزارت ویاند نیډ پرایس شنبه فبروري ۱۸ (سلواغې۲۹) د دې ملاقات په هکله په اعلامیې کې ویلي، "د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړه چې متحده ایالات به د چین د لوړې ارتفاع د جاسوسۍ بالون لخوا زمونږ د خودمختارۍ څخه سرغړاونه ونه زغمي."

ښاغلي پرایس ویلي چې د جاسوسۍ دا بالون د نړۍ په پنځو لویو وچو کې د څه باندې ۴۰ هیوادونو هوایي حریمونو ته ننوتی او د چین دا کړنه "نړۍ ته رسوا شوه".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه خپل چینایي سیال ته خبرداری ورکړی چې د سیستماتیکو بندیزونو څخه د بچ کیدو لپاره روسیې سره د موادو او نوره هر ډول مرسته به عواقب ولري.

د امریکا یوې جنګي جیټ الوتکې فبروري څلورمه د جنوبي کارولینا ایالت په ساحل کې د چین یو جاسوسي بالون وویشت او نسکور یې کړ.

پنټګان د متحده ایالاتو هوایي حریم ته د دې بالون راتګ د "امریکا د خودمختارۍ نه منل کیدونکې سرغړاونه" بللې. د دفاع وزارت ویلي چې دې بالون د شمالي امریکا په هوایي حریم کې څو ورځې تیرې کړي چې د بیجنګ او واشنګټن تر منځ د جنجال پیدا کیدو سبب شوه.

پنټتګان ویلي چې F-22 جنګي جیټ الوتکې دا بالون وویشت او په اوبو کې ۱۴ متره لاندې ډوب شو. د دفاع وزیر لویډ استن دا عملیات "سنجول شوي او قانوني کړنه" وبلل.

د متحدو ایالتونو استخباراتي ټولنې ارزونه کړې ده چې په امریکا کې د چین مشکوک جاسوسي وېشتل شوی بالون د چین د پوځ له لوري رهبري کېده.

دغې ټولنې ویلي دي‌، دا بالون چې تازه د امریکا حریم ته داخل شوی و، د چین د پوځ د لوی نظارتي پروګرام یوه برخه ده.

په عین حال کې بیا په چین کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په غوښتنې دا ملاقات کړی او د چین ټینګ دریځ یې څرګند کړی.

په راپور کې ویل شوي چې ښاغلي یي پدې ملاقات کې د متحده ایالاتو څخه د "مسیر د بدلون" غوښتنه کړې او دا یې هم ترې غوښتي چې "د ځواک څخه د ناوړه ګټه اخیستو له کبله زیانمنې شوې دوه اړخیزې اړیکې دې بیرته ورغوي".

چین تائید کړه چې د متحده ایالاتو په هوایي حریم کې بالون د هغوی و او هغه یې ملکي هوایي بیړۍ بللې. چین وايي چې دا الوتکه د خپل ټاکلي مسیر څخه بلې خوا تللې وه.

په عین حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت په بیجنګ کې د امریکا سفارت ته ویلي چې د متحده ایالاتو په اقداماتو سخت اعتراض څرګند کړی او ویلي یې دي چې پدې هکله انکشافات د نږدې څاري.

بیجنګ همدارنګه د واشنګټن څخه غوښتي چې کړکیچ دې نه ډیروي او ددې هیواد ګټو ته د زیان رسولو لپاره دې نور اقدام نکوي. چین لا هم ټینګار کوي چې دا یو ملکي بالون و او د هوا پیژندنې لپاره ترې کار اخیستل کیده خو واشنګټن بیا د امریکا هوایي حریم ته د دې بالون راتګ د خپلې خودمختارۍ څخه سرغړاونه بولي.

XS
SM
MD
LG