د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د جګړې تازه پرمختګونه 


روسیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پيل کړي
روسیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پيل کړي

په داسې حال کې چې را روانه جمعه (فبروري۲۴) په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي، د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت روسیه په اوکراین کې په جنګي جرمونو تورنه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي په دغې جګړې کې لسګونه زره ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي او همدا رنګ میلیونونه اوکراینیان کډوال شوي دي.

په دې راپور کې په اوکراین کې د روسیې د جګړې په اړه ځینو تازه پرمختګونو ته کتنه شوې ده چې رویټرز خبري اژانس نچوړ کړي‌ دي.

  • د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس روسیه تورنه کړه چې په اوکراین کې یې د «بشریت ضد جنګي جنایات» کړي دي. مسکو د میرمن هریس په ځواب کې ویلي‌ دي چې واشنګتن د دغو ادعاو له لارې کړکیچ زیاتوي.
  • تر دې مخکې ولسمشر بایډن هم ویلي‌ وو چې مسکو په اوکراین کې جنګي جنایتونه کړي‌ دي.
  • د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو زویر انتوني بلینکن د مونشن په کنفرانس کې خپل چینايي سیال وانګ يي ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین په یرغل کې له روسیې سره د موادو مرسته [مادي مرسته] باید عواقب ولري. کاملا هریس ویلي دي چې له روسیې سره د چین مرسته به د «یرغل جایزه» او ننګه وي. خو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي‌ دي چې هېواد یې د اوکراین د بحران په اړه «نه بې تفاوته دی او نه یې هم د جګړې اور ته لمن وهلې» ده. وايي چین د سولې او خبرو غوښتنه روانه ساتلې ده.
  • د اوکراین مقاماتو د متحدو ایالتونو د ګانګرس په غړو باندې ټېنګار کړی د ولسمشر جوبایډن په ادارې باندې فشار راوړي چې کیف ته اف-۱۶ جنګي جټ الوتکي واستوي. د امریکا د ګانګرس غړي وايي اوکراین په دې باور دی چې دا الوتکې به یې د ځواکونو وړتیا لوړه کړي چې په امریکايي توغندیو د روسیې د میزایلو کنډکونه وولي. ولسمشر بایډن ویلي اوکراین ته دا الوتکې نه ورکوي.
  • روسیې نن یکشنبه فبروري ۱۹ (سلواغه۳۰) د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون هغه څرګندونې غندلې دي چې ویلي غواړي د روسیې ماتې وویني. روسي مقاماتو ویلي دي چې مسکو ته لا هم د فرانسې د پخواني امپراتور ناپیلیون بناپارت برخلیک ور په یاد دی. مسکو د فرانسې ولسمشر له کرملین سره په دوه مخې دپلوماسۍ تورن کړی دی. فرانسه هم له اوکراین سره د روسیې په مقابل کې مرسته کوي چې دا جګړه وګټي.
  • د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوزیپ بوریل ویلي دي‌ چې د ستونیا د هغه وړاندیز ننګه کوي چې وايي اروپایي ټولنه دې د خپلو غړو په استازیتوب مهمات په بیه واخلي او اوکراین ته دې واستوي. اروپايي ټولنه هم د روسیې په مقابل کې له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي.
  • هالنډ ویلي چې د روسیې په سن پیټرسبرګ کې خپله کونسلګري تړي او «هالنډ ته د پټو استخباراتي‌ مامورانو د استولو» د هڅې په اړه په هاګ کې د روسیې د سفارت د دپلوماتانو شمېر محدودوي. مسکو ویلي دي‌ چې د دې کار ځواب به ووايي.
  • د امریکا حکومت له ایلان ماسک سره په اوکراین کې د «سټارلینک» سپوږمکۍ د کارولو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له هغه وروسته دا خبره وکړه چې د ایلان ماسک «سپیس اکس» وویل چې یو لړ اقدامات یې کړي چې د اوکراین پوځ پرېنږدي د بې پیلوټه الوتکو د کنترول لپاره له دغې سپوږمکۍ څخه کار واخلي.
  • د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وايي د انزژۍ د تولیداتو په سیستمونو باندې د روسیې د بریدونو سره سره د اوکراین ډېر خلک برېښنا لري.
  • د روسیې د دفاع وزارت وایي چې ځواکونو یې تېره ورځ د خارکیف په سیمه کې د هریانيکیفکا کلی نیلیو دی. خو د اوکراین پوځ ویلي دي‌ چې په دغې سیمې کیې د روسیې د ځواکونو برید تمبولی دي.
XS
SM
MD
LG