ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو او ماینونو له امله د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، مرګ ژوبله د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او د بودجې د کمښت له امله د ماین پاکۍ د حیاتي پروګرامونو د بندېدو خطر شته.
د ملګرو ملتونو په ملګرتیا د «ماینونو د څارنې» په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې تېر کال په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله د ټولو تلفاتو ۷۷ سلنه ماشومان وو.
د راپور له مخې، په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۴ کسان د جګړو څخه له پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي یا ټپیان کېږي، چې افغانستان یې د نړۍ د هغو هېوادونو په جمله کې راوستی چې د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو لوړه مرګ ژوبله لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارواکي وايي، اکثره قربانیان هغه ماشومان دي چې په کلیوالي سیمو کې یې مالونه څرول یا له ناپېژندل شويو توکو سره یې لوبې کوي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی ماموریت د ماین پاکۍ د څانګې مشر نیک پونډ خبریالانو ته وویل، اکثره پېښې هغه مهال رامنځته کېږي چې ماشومان ناچاوده توکي د لوبو یا تجسس له امله رااخلي او دا کار د هغوی د مرګ یا سختو ټپونو سبب کېږي.
سره له دې چې افغانستان له لسیزو جګړو وروسته د ماین پاکۍ بیړنۍ اړتیا لري، خو د بسپنو کمښت دغه هڅې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۱ کال کې شاوخوا ۱۵ زره کسان د ماین پاکۍ په پروګرامونو کې بوخت وو، خو دا شمېر اوس نږدې ۱۳۰۰ کسانو ته راکم شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې استازې کریسټل لوپفورست وايي، له ۱۹۹۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر دې دمه د ماشومانو د قربانیانو ثبت شوی شمېر له ۳۰ زرو اوړي، او ټینګار کوي چې که په افغانستان کې د ماین پاکۍ هڅې زیاتې نه شي، د نړۍ په کچه به د ماشومانو د مرګ ژوبلې د کمولو هڅې هم له خنډ سره مخ شي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې که نوې بسپنې برابرې نه شي، په افغانستان کې د ماین پاکۍ یو شمېر مهم پروګرامونه له جدي ځنډ یا حتی بشپړ بندېدو سره مخ کېدای شي.
د دې ادارې چارواکي ټینګار کوي چې د ماین پاکي یوازې د بیا رغونې اوږدمهاله کار نه دی، بلکې یوه بیړنۍ بشري اړتیا ده چې هره ورځ د ماشومانو او ملکي وګړو ژوند ژغوري.
ملګري ملتونه پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د چارو ملاتړ زیات کړي، څو د جګړو دا خونړی میراث نور د ماشومانو د مرګ لامل نشي.