د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د بل کال لپاره د دغه سازمان په بودیجې کې د ۵۷۷ میلیون ډالرو د کمولو وړاندیز کړی چې ورسره به په سازمان کې څه باندې ۲۶۰۰ دندې هم ختمې شي.
نوموړي تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بودیجې په کمېټې کې وویل: «موږ د ۲۰۲۴ کال پای کې۷۶۰ میلیون ډالرباقي وو چې د هغې جملې نه ۷۰۹ میلیون ډالر لا پاتې دي. موږ د ۲۰۲۵ کال لپاره ۸۷۷ میلیون ډالر تادیات نه دي ترلاسه کړي او بقایا مو ۱۵۸۶ میلیون ډالر کېږي.»
هغه وویل: «ما په مکرر ډول له غړو دولتونو څخه غوښتي چې خپلې ټاکل شوې برخې [بودیجې] پوره او په وخت سره ورکړي.»
د ګوتېرش د نوي وړاندیز په اساس به د ۲۰۲۶ کال لپاره د ملګرو ملتونو بودیجه ۳،۲۳ میلیارد ډالر وي، چې د ۲۰۲۵ کال د بودیجې څخه ۱۵ فیصده کمه ده. په دې سره به په دغه سازمان کې ۲۶۸۱ دندې هم ختمې شي چې په دندو کې هم ۱۸ فیصده کسر څرګندوي.
ګوتېرش وویل چې د باقي پاتې بودیجې لوړې او د نه منلو اندازې ته په کتو، عمومي اسمبلي دا تائید کړل.
متحده ایالتونه د ملګرو ملتونو عمده مالي مرسته کوونکی بلل کېږي، خو ولسمشر ټرمپ په دغه سازمان انتقاد کوي چې په نړۍ کې یې د جګړو ختمولو لپاره کافي کار نه دی کړی.
ټرمپ د ملګرو ملتونو په تېرې عمومي کلنۍ غونډې کې وویل: «ملګري ملتونه یوازې دا نه چې هغه ستونزې، چې باید یې حل کړي، نه حلوي، بلکه ډېر کله موږ ته نوي ستونزې هم پیدا کوي چې حل یې کړو. تر ټولو غوره بېلګه یې زموږ د عصر سیاسي مسئله ده- د مهاجرت نه کنټرول کېدونکی بحران.»
سپینې ماڼۍ د اګست په میاشت کې اعلان وکړ چې خپلو بهرنیو مرستو او نړیوالو ادارو ته په بسپنې ورکولو کې پنځه میلیارد ډالر لغوه کوي.
په دې کې له ملګرو ملتونو، ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او نورو بېلا بېلو سازمانونو سره د متحدو ایالتونو د ۵۲۱ میلیون ډالرو د مرستې پرې کول هم راځي، سپینه ماڼۍ وایي چې دوی «د متحدو ایالتونو عمده تګلارې، یا لومړیتوبونو ملاتړ نه کوي او یا یې هم د څو کلونو لپاره د امریکا د ګټو په ضد فعالیتونه کړي» دي.
فورم \ دبحث خونه