ملګري ملتونه: افغانستان د بشري حقونو هدیره ده

ملګري ملتونه وايي افغانستان د بشري حقونو هدیره ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ (مارچ۳۰) خبرداری ورکړ چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او ښځې او نجونې په منظم ډول له عمومي ژوند څخه ګوښه کړل شوي دي.

نوموړي د افغانستان د بشري وضعیت په اړه تازه راپور وړاندې کړی او ویلي دي: «افغانستان د بشري حقونو هدیره ده.» نوموړي وویل چې د طالبانو یو شمېر حکمونو د افغانستان په ښځو او نجونو باندې منفي او د پام وړ اغیز کړی دی.

ترک وویل چې د طالبانو حکومت په عادي ژوند کې د ښځو او نجونو موجودیت یو مشخص او غیر انکاري جرم بولي.

په دغه راپور کې، چې د ۲۰۲۵ د اګست د میاشتې څخه نیولې د ۲۰۲۶ تر جنوري پورې موده رانغاړي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم، کار، عادي ژوند کې د بندیزونو او محدودیتونو په اړه معلومات ورکړل شوي او مشخص شوي دي.

په راپور کې په عام محضر کې د طالبانو له لورې په درو د خلکو وهل او مجازات د بشري حقونو څخه څرګنده سرغړوونه بلل شوې ده. ترک همدغه راز په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه ویلي دي چې دا مهال په افغانستان کې تقریبآ ۲۱.۹ میلیون خلک، چې د دغه هېواد نژدې نیم نفوس کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي دي چې د شاوخوا درې میلیون افغانانو بېرته راستنېدو، وچکالیو، زلزلو او د نړیوالو بشري ادارو د بودیجې کموالي په افغانستان کې وضعیت نور هم خراب کړی دی.

ترک ولکر وویل: «میلیونونه افغانان په مطلقې بې وزلې کې ژوند کوي او د کافي خوړو او څښاک د پاکو اوبو د لرلو، تعلیم او روغتیایي وقایي په برخو کې د خپلو حقونو څخه محروم دي.»

نوموړي د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې خپل تبعیضي حکمونه لغوه کړي، د ښځو حقونه ورکړي، اعدامونه بند کړي او د افرادو اساسي ازادیو ته درناوی وکړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له هېوادونو څخه غوښتي دي، چې افغانستان ته د افغانانو شړل ودروي، ځکه چې هغوی له خطرونو سره مخامخ دي او د دې کار ملا یې وتړله، چې «جنسیتي اپارتید» دې د یو جرم په توګه وپېژندل شي.