ملګرو ملتونو کې د ښځو د ملاتړ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ ۹۰ سلنه کورنۍ کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
دې سازمان د یکشنبې په ورځ، د مارچ په ۸مه، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په افغانستان کې پر ځان بسیا ښځې د خپلو کورنیو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له لویو خنډونو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغو ښځو ډېری یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او موجود بندیزونه او کړکېچونه د هغوی عایداتي سرچینو ته لاسرسی لا نور هم محدودوي.
په ورته وخت کې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ، د (مارچ ۹مه)، په افغانستان کې د وضعیت په اړه یوه پرانیستې ناسته ترسره کړي.
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما سرپرسته او د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیاله جورجيت ګېنیان د افغانستان د سیاسي، بشري او بشري حقونو د وضعیت په اړه تازه معلومات وړاندې کړي.
پدې غونډه کې د ښځو د سولې او امنیت د ملاتړ ډلې غړي هېوادونه، لکه پانامه، کولمبیا، دنمارک، فرانسه، یونان، لاتویا، لایبیریا او برتانیه، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړي.
راپورونه وايي چې دوی به له عامه ژوند، زدهکړو او رسنیو څخه د ښځو د ګډون پر ممانعت او د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې د قانوني مصونیت د له منځه تللو غندنه وکړي.
تمه ده چې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا څو نور غړي هم په افغانستان کې د سخت بشري وضعیت په اړه اندېښنې راپورته کړي، چیرې چې اټکل کېږي د هېواد نږدې نیمایي نفوس (۲۱.۹ میلیونه کسان) سږ کال بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي چې په افغانستان کې رسمي عدالتي میکانیزمونو ته د «نارینه وو په پرتله د ښځو لاسرسی نژدې څلور برابره کم» دی.
یوه ورځ وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په اتمه، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، امریکا غږ ته وویل چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د یو له خورا ظالمانه شرایطو د رامینځته کولو مسؤل دي او د دوی "وحشي" کړنې یې وغندلې.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له رسیدو راهیسې، لسګونه فرمانونه صادر کړي چې د کار او زده کړې حق په شمول ښځې یې له خپلو انساني، مدني او ټولنیزو حقونو او آزادیو څخه محرومې کړي دي.
د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د سخت چلند په اړه د نړیوالو نیوکو په ځواب کې، دا ډله ادعا کوي چې د افغانو ښځو او نجونو په شمول د ټولو افغانانو بشري حقونه یې د افغانستان د کلتور سره سم او "د اسلامي شریعت په چوکاټ کې" تضمین کړي دي.
فورم \ دبحث خونه