د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په کابل کې هغه چاودنه غندلې چې پکې د یو ښوونځي لسګونه زده کوونکي ماشومان ژوبل شوي او په دې اړه یې د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
بنیټ په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې لیکلي: «یو ځل بیا د کابل دا زیاتره هزاره مېشتې سیمه په نښه شوې ده. دا یو ډېر د خواشینۍ او غندنې وړ عمل دی. اړینه ده چې یوه بشپړه او بې پرې څېړنه ترسره شي، ترڅو عاملین وپېژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.»
په کابل کې د ایمرجنسۍ روغتون مسئولینو ویلي چې ۳۵ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي.
د ایمرجنسي روغتون د افغانستان د برخې مشر دیجان پانیک په یوې اعلامیې کې ویلي: «د کابل امبولانس موږ ته خبر راکړ چې یوه پېښه شوې او ګڼ شمېر ټپیان به زموږ روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي... وروسته موږ ته معلومه شوه چې دا یوه چاودنه وه.»
دا مطلب هم ولولئ
په کابل کې یوې چاودنې لسګونه کسان ژوبل کړلپه ټولنیزو رسنیو کې دغې چاودنې ته منسوبې یو شمېر ویډیوګانې خپرې شوي او پکې امبولانسونه ښودل کېږي چې زخمیان روغتونونو ته انتقالوي.
ځايي اوسېدونکو د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي چې پېښه یوه خصوصي ښوونځي ته څېرمه داسې مهال وشوه چې ماشومان له دغه ښوونځي څخه د وتلو په حال کې وو.
په راپور کې د کابل د پولیسو د ویاند خالد ځدران په حواله ویل شوي چې چاودنه د لاسي بم له کبله رامنځته شوې او په اړه یې څېړنه پیل شوې ده.
د وروستۍ چاودنې مسئولیت تراوسه چا ندی منلی خو د کابل ښار په دغه لویدیځه برخه کې، چې زیاتره هزاره وګړي پکې اوسیږي، تر دې وړاندې د ډیرو بریدونو مسئولیت د داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.
په دغه سیمه کې د ۲۰۲۱ کال په یو برید کې، چې د نجونو یو ښوونځي پکې په نښه شوی و، لږ تر لږه ۹۰ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.
دا مطلب هم ولولئ
د زرداري ویاند: طالبانو ژمنې ماتې کړې او د ځپلو له لارې مشروعیت نه ترلاسه کېږيکه څه هم طالبانو ویلي چې په افغانستان کې یې دغه ډله ځپلې ده خو نړیواله ټولنه اندېښنه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو د پنځو کلونو له پوره کېدوه سره په دې هېواد کې لا هم د ترهګرۍ د ګواښونو مخه نده نیول شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته په لېږل شوي تازه بیان کې نیوکه کړې چې طالبانو د خپلو کړنو له لارې په څرګنده توګه ښودلې ده چې د سیمې د سولې او ثبات په ساتنه کې د رغنده رول لوبولو ته لېوالتیا نه لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) تېره اونۍ د طالبانو د بیاواکمنېدو د پنځو کلونو د پوره کېدو په تړاو په یو راپور کې وویل چې دومدار ثبات په دې پورې اړه لري چې د ځینو هغو «بنسټیزو خطرونو» په سر له نړیوالې ټولنې سره تعامل وشي چې د افغانستان دایمي امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي.