له افغانستان څخه راپورونه وايي چې د مرکز کابل د دشت برچې په سیمې کې یوې چاودنې څه باندې ۵۰ کسان ژوبل کړي دي.
دا پېښه د دوشنبې په مازدیګر (اګست۱۷) د «مهدیه» په نوم ښارګوټي کې د یو خصوصي ښوونځي «شمع هدایت» د رخصتۍ په مهال شوې. راپورونه وايي اکثریت زخمیان ماشومان دي.
په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته د چاودنې او د لسګونو کسانو د ژوبل کېدو خبر تائید کړی. تر دې دمه د چاودنې څرنګوالی او په چاودنې کې د چا وژل کېدل تائید شوي نه دي.
په ټولنیزو رسنیو کې دغې چاودنې ته منسوب یو شمېر تصویرونه خپاره شوي چې امبولانسونه ښودل کېږي زخمیان روغتونونو ته انتقالوي.
تر دې دمه د دغې چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی.
د کابل ښار د دشت برچې په سیمې کې تر دې مخکې هم چاودنې شوې، چې یو شمېر شیعه افغانان په کې په نښه شوي. د داعش خراسان ډلې د اکثریت دا ډول چاودنو مسئولیت منلی دی.
دا چاودنه داسې مهال کېږي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې طالبان د افغانستان د ثبات په ښه کولو کې ناکام شوي او د خپلو اعمالو له لارې یې ښودلې چې د سیمې د سولې او ثبات په ساتلو کې رغنده رول لوبولو ته لېوال نه دي.
فورم \ دبحث خونه