د ملګرو ملتونو چارواکو، ډیپلوماتانو او د ښځو د حقونو فعالانو د دوشنبې په ورځ (سپټمبر۲۱) د ملګرو ملتونو د یو اتیایمې عمومي غونډې په څنډه کې ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو حقونه باید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په مرکز کې وي.
د غونډې ګډون والو وویل، که څه هم په افغانستان کې جګړه پای ته رسیدلې ده، خو پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لا هم دوام لري او نړیواله ټولنه باید یوازې د اندیښنو په څرګندولو بسنه ونه کړي، بلکې د حساب ورکونې، عدالت او د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې د ښځو د معنی لرونکي ګډون لپاره عملي ګامونه واخلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک وايي چې د ښځو او نجونو حقونه باید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په مرکز کې وي. ترک د ملګرو ملتونو د یو اتیایمې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه په جوړې شوې غونډه کې ټینګار وکړ چې نړۍ لا هم په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او پر ښځو د هغو اغېزو په اړه په کافي اندازه دریځ نه دی خپل کړی.
دغه غونډه د «په افغانستان کې ښځې او نجونې؛ پنځه کاله مقاومت، پیوستون او د حساب ورکونې لټون» تر عنوان لاندې د ایرلنډ حکومت او د ملالې صندوق له خوا د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه.
ولکر تورک وايي «که یو هېواد په بشپړ ډول مشخصې ژمنې ولري او دا ژمنې په تر ټولو څرګند ډول نقض کړي او په عمل کې د جنسیتي اپارتاید یو نظام رامنځته کړي، نو دا موضوع د نړیوالې اندېښنې په کچه په یوه مسئله بدلېږي. باید وښیو چې په افغانستان کې په رښتیا څه روان دي او هغه په خپل مشخص نوم یاد کړو.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د طالبانو له خوا د صادر شویو څه باندې ۲۰۰ فرمانونو ته اشاره وکړه، او زیاته یې کړه چې د ټول نفوس نیمایي برخه د لږ تر لږه ۲۰۰ فرمانونو له لارې نه شي ځپل کېدای.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هلن مکنتي هم په دې غونډه کې وویل چې نړۍ باید په افغانستان کې د طالبانو د حساب ورکونې موضوع جدي ونیسي.
هغې زیاته کړه چې حکومتونو د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه په کافي اندازه خبرې کړې دي او اوس د عملي اقدام وخت دی. مکنتي وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ټول اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیره هلن مکنتي وايي «باید له هر هغه دریځ څخه چې زموږ په واک کې دی، که سیاسي وي او که په نورو برخو کې، استفاده وکړو؛ نه یوازې د پیوستون د څرګندولو لپاره، بلکې د هغو فاجعو پر وړاندې د اقدام لپاره چې روانې دي. څو ځله ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو نږدې ټول اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي. موږ د دې وضعیت په اړه کافي خبرې کړې دي. اوس د اقدام وخت دی.»
د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ هم د دې غونډې له ویناوالو څخه وه. هغې له نړیوالو مشرانو وغوښتل چې افغان ښځې او نجونې هېرې نه کړي او د هغوی د ځپلو د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.
یوسفزۍ وویل چې افغان ښځې، سره له دې چې له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي، لا هم د هغه څه پر وړاندې مقاومت کوي چې هغې د طالبانو «جنسیتي اپارتاید» وباله.
ملاله یوسفزۍ وايي «هغه څه چې هلته روان دي، جنسیتي اپارتاید دی. دا د ښځو او نجونو سیستماتیک ځپل دي او باید په همدې نوم یاد شي.»
په یوه بله غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه، یو شمېر کارپوهانو او د ښځو د حقونو فعالانو هم وویل چې په افغانستان کې د جګړې کمېدل د سولې په معنا نه دي او د ښځو له ګډون، عدالت او یوه ټولشموله سیاسي بهیر پرته په افغانستان کې تلپاتې سوله ناشونې ده.
په دې غونډه کې د افغانستان پخوانۍ په امریکا کې سفیره عادله راز، د نړۍ په کچه د ښځو په چارو کې د امریکا پخوانۍ سفیره میلان ورویر، د آیسلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیره کترین یاکوبسدوتیر، او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د دې غونډې له ویناوالو څخه وو.
تر دې مخکې طالبانو د ملګرو ملتونو د سازمان او د بشري حقونو د مدافعو نورو بنسټونو هغه راپورونه رد کړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په اړه خپاره شوي وو. طالبانو ویلي چې د ښځو حقونه په افغانستان کې د «اسلامي شریعت» او «افغاني کلتور» په چوکاټ کې تأمینېږي. طالبانو همدارنګه پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د افغانستان داخلي موضوع بللې ده.