په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د بنیت 'اندېښمنوونکی' راپور

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیت

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیت په یو راپور کې ویلي چې د طالبانو «د سختو پالیسیو جبري پلي کېدو» په افغانستان کې د خلکو د ژوند په ټولو اړخونو اغیز کړې، چې پایلې یې د ماشومانو او ځوانانو لپاره ډېرې بحران زېږوونکې دي.

بنیت د دوشنبې په ورځ (سپتمبر اومه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۶۳مه غونډې کې وویل چې د طالبانو د تبعیض، جبر او ایډیالوژیکي کنترول بنسټیز سیستم ماشومان د هر اړخیز او باکیفیته زده کړې، بیان او په ټولنیز او عامه ژوند کې د ارزښتناک ګډون له اساسي حقونو څخه محروموي.

هغه وویل «افغان ماشومان په داسې چاپیریال کې لوی کېږي چې تبعیض او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو په وړاندې (تبعیض) عادي کیږي، دوی د زده کړې له حق څخه محروم کیږي او د راتلونکي لپاره د دوی فرصتونه په ډراماتیک ډول کم شوي دي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، دغې ډلې د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو سره سخت چلند کړی او له شپږم ټولګیو ورپورته یې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او له مدني او ټولنیزو ازادیو او حقونو څخه یې محرومې کړې دي.

بنیت همدغه راز په افغانستان کې د جنسیت په اساس له ماشومانو او ځوانانو سره د تاوتریخوالي، جبري ودونو، جبري کار، فکري انحراف او د طالبانو د محدودو ایډیالوژیو د تطبیق لپاره فشار راوړلو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه. هغه وویل: «دا پالیسۍ نه یوازې د نن د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د دوی اینده هم کمزوري دي.»

د بنیت په وینا، طالبان په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو ادارې له منځه وړي او دې کار هم د ماشومانو حقونو تر پښو لاندې کړي او هغو یې له خطر سره مخامخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل: «په رسنیو، فرهنګ او د بیان په ازادۍ باندې د طالبانو محدودیتونه د ماشومانو او ځوانانو لپاره د مختلفو نظرونو او تجاربو تنوع محدودوي. ماشومان د زده کړې، ازاد فکر، ځان پېژندنې او متفاوت راتلونکي په اړه تصور کولو ته اړتیا لري. مګر ډېر یې په ډار، انزوا او ناڅرګند حالت کې لوی کېږي.»

ریچارډ بنیت په طالبانو غږ وکړ چې خپلې تبعیضي تګلارې ختمې کړې او د نجونو زده کړې یقیني کړي، د ماشومانو ساتنه او عدالتي سیسټمونه پیاوړي کړي، د جبري ودونو او ماشومانو د کار مخه ونیسي، په بدني سزا بندیز ولګوي او د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره هره اړخیزه روغتیايي پاملرنه او ټولنیز حمایت ایجاد کړي.

په همدې حال کې په ژینوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه غواړي چې «جنسيتي توپیر» د بشریت ضد جرم په توګه وپېژندل شي. ښاغلي اندیشه د افغان ښځو او نجونو د زده کړې د دوامداره محرومیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې محدودیت پایلې په اوسني وخت کې د بنسټیز حق څخه سرغړونې پورې محدودې نه دي، بلکې د افغانستان په راتلونکي باندې هم اغیز کوي.

د نورو هیوادونو استازو هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړې په اړه د طالبانو د محدودیتونو په اړه کلکې نیوکې کړې دي.

طالبانو تل د ښځو او نجونو د زده کړې او کارموندنې مسله د افغانستان داخلي موضوع بللې او ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تضمین شوي دي.