په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وايي چې د افغانستان د کونړ او هلمند په ولایتونو کې په بمباریو کې ۱۰ ولسي خلک وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل دي.
یوناما وايي چې په وژل شویو کې اکثریت ماشومان دي. دا بریدونه نن پنجشنبه (اکتوبر۱) شوی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي د پنجشنبې په شپه د (اکټوبر۱) په افغانستان کې په دوو ځایونو کې بریدونه کړې دي. دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د «غضب للحق» عملیاتو په دوام یې په افغانستان کې د وسله والو ډلو پټنځایونه او د وسلو او مهماتو زیرمې یې له منځه وړي او «لږ تر لږه ۲۲ ترهګر وژلې» دي.
د پاکستان د اطلاعاتووزارت اعلامیه وايي «د باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې په دوو ځایونو کې د «فتنه الخوارج»، «فتنه الهندوستان» او د هغوی د اړوندو ډلو پورې اړوند ترهګریز کمپونه او پټنځایونه په ټاکلي ډول په نښه شول.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام سېمه او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سېمه درې کورونه په نښه شوې دي. د مجاهد په وینا په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
اسلاماباد ادعا کوي چې د دغو بریدونو پر مهال هڅه شوې، چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي، خو د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي عبدالمجید رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغو هوايي بریدونو کې ملکي کسانو هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
عبدالمجید وايي «یوه الوتکه راغله او هوايي برید یې وکړ. شاوخوا د سهار درې نیمې بجې وې چې زه له خوبه راویښ شوم. ښځو چیغې وهلې او ویل یې چې ماشومان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي. موږ بهر راووتلو و مو لېدل چې شپږ کسان وژل شوي وو چې څلور یې ماشومان وو، یو یې سپین ږیری و او بل یو ځوان و.»