یونیسف: د بودیجې کموالي په افغانستان کې بشري خدمتونه اغیزمن کړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) د بودیجې د کموالي له کبله اندېښنه ښودلې او وایي چې دغه کار په افغانستان کې بشري خدمتونه او په خاص ډول اړمنو ته د اوبو، درملو او خوراکي موادو رسول ټکني کړي.

دغه اداره وايي چې تېرکال یې د افغان ماشومانو سره د مرستو لپاره له نړیوالو څخه ۱.۲ میلیارد ډالر بودیجه غوښتې وه خو وايي چې بسپنه ورکوونکو ورته د غوښتل شوې بودیجې ۷۰سلنه برابره کړې وه.

یونیسف په خپل کلني راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دغه کار تر وروستۍ ورځې پورې د دغه سازمان معلومات رانغاړي، ویلي دي چې دغه ۷۰ فیصده ترلاسه شوې بودیجې له دې ادارې سره مرسته وکړه چې په افغانستان کې بشري مرستې روانې وساتي.

یونیسف په خپل راپور کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د نړیوالو پام اړولی او ویلي دي چې په ۲۰۲۶ کې به د «سختو ستونزو او اټکل کېدونکو ځاني تلفاتو د مخنیوي لپاره د پایداره مشارکت تداوم مهم» وي.

په همدې حال کې د نجات کمېټې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د خپلې تازه ارزونې په اساس ویلي چې په دغه هېواد کې لوږه زیاته شوې او که له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره لازمه بودیجه برابره نه شي، ناورین زېږوونکي عواقب به ولري.

یونیسف وایي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له سختو زلزلو څخه وروسته هلته زیانمن شوي خلک جدي بشري مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې وچکالیو او له پاکستان او ایران څخه په لوی شمېر کې د افغانانو په ستنېدو سره «د بشري خدمتونو چارې، چې مخکې هم له فشار سره مخامخ وې، له نور فشار سره هم مخامخې» شوې دي.

په دغه راپور کې راغلي دي چې تېرکال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون خلکو، چې ۱۲ میلیون یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لرله او دا هېواد د نړۍ د لویو بشري بحرانونو څخه شمېرل کېده.

راپور وايي چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې روغتیايي وضعیت نور هم خراب شوی او د نس ناستې، ساه لنډۍ او ورته ډول نورې ناروغۍ زیاتې شوې دي.

یونیسف یادوونه کړې ده چې دوی په ټول افغانستان کې ۲۰ میلیون ۸۳۷زره خلکو ته بشري مرستې رسولې چې په دوی کې یې ۱۱ میلیون ماشومان دي.