د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیالې، جورجیت ګانیون، او د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو هماهنګ کوونکی، ټام فلېچر، په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.
د ملګرو ملتونو دغو چارواکو چې د چهارشنبې په ورځ (د ډسمبر ۱۰) د افغانستان د وضعیت په اړه یې د دې سازمان په امنیت شورا کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، په "افغانستان کې د خرابېدونکي ناوړه وضعیت" لامل یې "د اساسي حقونو حذفېدل – په خاصه توګه د ښځو او نجونو حقونه – د خلکو ډله ایز بې ځایه کېدل، اقتصادي رکود او د مرستو کمېدل" وبلل.
د دوی په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان شاخوا ۲۲میلیونه وګړي به "حفاظتي او بشري مرستو" ته اړتیا ولري.
په غونډې کې ټام فلېچر خبرداری ورکړ چې "په تېرو څلورو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د هغو خلکو شمېر زیات شوی چې له لوږې سره مخ دي".
طالبانو د روان کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو اړوندو دفترونو ته د دې سازمان په افغان ښځینه کارکوونکو د ورتګ بندیز ولګاوه.
فلېچر د طالبانو لخوا لګېدلي بندیزونو او محدودیتونو ته په اشارې وویل چې د طالبانو دا کار د "نه منلو" دی او زیاته یې کړه چې "د ښځو پرته هېڅ اغېزمن بشري خدمتونه نشي ترسره کیدی، افغانستان هغوی ته اړتیا لري".
په غونډې کې جورجیت ګانیون وویل چې ښځې او نجونۍ "په سیستماتیک ډول" تقریباً د ژوند له ټولو برخو څخه محروم پاتې شوي دي.
طالبانو، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په کار، تعلیم، سیاسي او دا ډول نورو مشارکتونو بندیزونه ولګول. یوناما او نورې نړیوالې ادارې دا بندیزونه غندلي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
مېرمن ګانیون وویل: "د رسنیو ازادي په زیاتېدونکي توګه محدودیږي، خبریالان له ګواښونو، توقیف او سانسور سره مخ دي، چې دې کار د عامه بحثونو او عامه ګډون لپاره فضا تنګه کړې ده."
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د ځانګړو سیاسي چارو بدیلې استازې، جنیفر لوسیتا، د امنیت شورا په غونډې کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه وویل چې د دې هېواد وګړي د "د بشري حقونو د سرغړونو، فقر، بیکاري، اساسي خدماتو ته محدود لاسرسی او د ښځو په حقونو لګېدلي غیرمعقول محدودیتونه" له امله د "پام وړ سختۍ" ګالي.
مېرمن لوسیتا وویل چې "طالبان د لګولي محدودیتونو په وجه د دې سختیو مسوول دي".
جنیفر زیاته کړه چې "طالبان د ښه نیت مرکچیان ندي. او هغوی د افغانانو د هوساینې پروا نلري. دوی د نړيوال ټولنې د مرستې مخه نیسي او لاسوهنه کوي".
د جنیفر لوسیتا په وینا، په افغانستان کې د متحدو ایالتونو ترټولو سنر لومړیتوب، د امریکایي وګړو او د دې هېواد (امریکا) ساتنه ده چې په کې "له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو مخنیوی او د ټولو هغو کسانو خوشې کول شامل دي چې په ناحقه بندیان دي".
مېرمن لوسیتا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې "دا شورا باید د ترهګری ضد ژمنو په وړاندې د پرمختګ د نشتوالي، په برمته دپلوماسۍ کې ښکېلتیا او د افغانستان د خلکو د هوساینې له پامه غورځولو له امله" د طالبانو مواخذه کولو ته ادامه ورکړي.
فورم \ دبحث خونه