یونیسف د افغانانو د بشري اړتیاو دپاره د۹۵۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ۱۲ میلیونه خلکو د بشري او اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۹۵۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د یونیسف د تازه راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ د جنورۍ ۱۳مه خپور شوی، طبیعي پېښې، د خلکو د خوندیتوب محدود چاپېریال، کمزوری اقتصاد، اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د اقلیم بدلون له امله رامنځته شوي ګواښونه د دې لامل شوي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱ اعشاریه ۹ میلیونه کسان، چې ۱۱ اعشاریه ۶ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، په افغانستان کې خلک لا هم د څو کړکېچونو سره چې یو بل پورې تړلي، مخ دي. د یونیسف په و ینا دا هغه کړکېچونه دي چې د څلورو لسیزو جګړو وروسته د دغه هېواد د بیا رغونې مخه یې نیولې ده.

راپور زیاتوي چې د ماشومانو د حفاظت کړکیچ ژورېږي، د زیږون عمر لرونکي ښځې، ماشومان، ځوانان او ګوښه کړای شوې ډلې د زیاتیدونکي خطر سره مخ دي.

د شرایطو په خرابېدو سره، یونیسف وایي په افغانستان کې یې دوامداره حضور د حیاتي خدمتونو د برابرولو او د تر ټولو زیانمنو وګړو د ساتنې لپاره ډیر مهم دی.

یونیسف همدارنګه خبرداری ورکوي چې افغانې ښځې او نجونې د حقونو له یوه سیستماتیک کړکېچ سره مخ دي. د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز، د ښځو د کار محدودیت او د ورځني ژوند سخت قوانین نه یوازې د خوندیتوب خطرونه زیات کړي، بلکې د هېواد د اوږدمهاله ثبات او مقاومت لپاره یې جدي ګواښونه رامنځته کړي دي.

د راپور له مخې، د دغو محدودیتونو اغېزې به د راتلونکو نسلونو لپاره هم دوام ولري.

د راپور په وینا، د پاکو اوبو، حفظ الصحې او روغتیا (WASH) په برخه کې اوږدمهاله کمه پانګونه، چې پرله‌پسې د اقلیمي بدلون له ټکانونو سره مله ده، بشري اړتیاوې یې نورې هم زیاتې کړي او د ټولنو د ځان بساینې وړتیا یې کمزورې کړې ده.

یونیسف ټینګار کوي چې د ۱۲ میلیونه کسانو، د ۶ اعشاریه ۵ میلیونه ماشومانو په ګډون، د مرستې لپاره په بېړني ډول ۹۴۹ اعشاریه ۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د دې ادارې په وینا، دغه بودیجه به نه یوازې بیړنۍ بشري اړتیاوې پوره کړي، بلکې د ټولنو د اوږدمهاله مقاومت د پیاوړتیا سبب به هم شي.

ملګري ملتونه او د دې سازمان همکار بنسټونه خبرداری ورکوي چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ یو له سترو بشري کړکېچونو څخه پاتې شي.

ملګرو ملتونو د راپور له مخې چې د سې شبنې په ورځ د ډسمبر ۳۰مه یې خپور کړی راغلي چې د کلونو اوږدو جګړو، د خوړو د دوامداره کمښت، پرله‌پسې طبیعي پېښي، د اقلیم د بدلون اغېزو او هیواد ته د کډوالو د بیرته ورستنیدو له امله د افغانستان نږدې ۴۵ سلنه نفوس، چې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان کېږي، راتلونکي کال بشري مرستو ته اړتیا لري.