د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې د افغانستان د کونړ په ولایت کې په شپې کې د حرارت درجه تر صفر هم ټېټې کچې ته رسېږي او هغوی چې په زلزلې کې یې کورونه ویجاړل شوي، په یخې هوا کې ویده کېږي.
یونیسف د یکشنبې په ورځ د جنوري څلورمه، په یوې اعلامیې کې وویل چې په زیانمنو شویو کورنیو باندې یې ګرم لباسونه او کمپلې وېشلي دي چې خپل ماشومان له سختې یخنۍ څخه وژغوري.
تېرکال د اګست په میاشت کې په کونړ کې سخته زلزله وشوه چې له کبله یې تقریبآ ۲۰۰۰ کسان مړه شول او ۴۰۰۰ نور ژوبل شول. دغې زلزلې شاوخوا ۸۰۰۰ کورونه هم ویجاړ کړل او زرګونه خلک یې بېځایه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو يوه نوې ارزونه ښيي چې د افغانستان په زلزلهځپلو ختيځو ولايتونو کې د استوګنځايو، ښوونځيو او د بنسټيزو خدماتو لپاره ۱۲۸.۸ ميليونه ډالرو ته اړتیا ده.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې د هېواد لپاره د مرستو د ناڅاپي کمیدلو له امله د بيا رغونې هڅې له لویو ستونزو سره مخ دي.
چټکې بيا رغونې د اړتیاو ارزونه چې د نړېوال بانک، اروپايي ټولنې او اسيايي پرمختيايي بانک په همکارۍ شوې، د یوه درې کلن پلان په ترڅ کې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د کورونو، روغتيايي مرکزونو، د اوبو سيستمونو او کرنيزو ځمکو د بيا جوړولو لارې چارې ټاکي.
ملګري ملتونه او د دې سازمان همکار بنسټونه خبرداری ورکوي چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ یو له سترو بشري کړکېچونو څخه پاتې شي.ملګرو ملتونو د راپور له مخې چې د سې شبنې په ورځ د ډسمبر ۳۰مه یې خپور کړی راغلي چې د کلونو اوږدو جګړو، د خوړو د دوامداره کمښت، پرلهپسې طبیعي پېښي، د اقلیم د بدلون اغېزو او هیواد ته د کډوالو د بیرته ورستنیدو له امله د افغانستان نږدې ۴۵ سلنه نفوس، چې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان کېږي، راتلونکي کال بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون د پلان له مخې، له دې شمېر څخه ۱۷.۵ میلیونه کسان، چې تر درېیو برخو یې زیات ښځې او ماشومان دي، عاجلو مرستو ته اړ دي او د همغږو بشري مرستو دپاره لومړیتوب دوي ته ورکړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري غبرګون پلان په اساس په ۲۰۲۶ کال کې به مرستندویه بنسټونه هڅه وکړي له لږو مالي سرچینو سره ډېرو خلکو لاسنیوی وکړي.
د پلان لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ښودل شوې، چې دا د ۲۰۲۵ کال د اړتیاوو په پرتله ۲۹ سلنه کموالی ښيي، خو هدف دا دی چې د تېر کال په پرتله شاوخوا څلور سلنه زیات کسان تر پوښښ لاندې راولي.
فورم \ دبحث خونه