په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې کریستینا مارکوس لاسن په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پنځم کال « یوه خواشینوونکې کلیزه» وبلله.
کریستینا مارکوس لاسن د اګست په میاشت کې د امنیت شورا دوره يي مشري په غاړه واخیسته.
لاسن تېره ورځ وویل چې د امنیت شورا به د اګست په میاشت کې د افغان ښځو او نجونو لپاره د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په عواقبو تمرکز کوي.
کریستینا مارکوس لاسن وویل: «زموږ په باور دا یوه ډېره خواشینونکې کلیزه ده. په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو پنځه کاله وشول. موږ به هم په یو ډول د دې یادونه وکړو. په دې میاشت کې به زموږ د تمرکز یوه برخه د افغانستان خلکو او په خاص ډول ښځو او نجونو ته د دغې موضوع په لویو عواقبو ورټوله وي.»
هغې وویل ډنمارک چې هر کله د امنیت شورا دوره يي مشري کړې ده، نړیوالو قوانینو او په خاص ډول بشري قوانینو ته یې د درناوي غوښتنه کړې او د ښځو ، سولې او امنیت مسائیل یې لومړي ګڼلي دي.
لاسن ونه ویل چې ایا په همدې میاشتې کې به د افغانستان په اړه هم کومه غونډه کوي که نه.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه بیا په افغانستان کې واکمن شول او وار له واره یې په ښځو او نجونو باندې کلک محدودیتونه ولګول او تر شپږم ټولګیو ورپوته یې په تعلیم باندې هم بندیز ولګوه.
ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو څخه غوښتي دي چې دا بندیزونه لېرې کړي او خبرداری یې ورکړی دی چې د دغو بندیزونو تداوم به د افغانستان بشري بحران لا زیات کړي.