انټوني بلینکن: د بالتیک هیوادونو ته ویل شوي چې اوکراین ته امریکايي وسلې واستوي

Ukrainian servicemen firing a FGM-148 Javelin, an US anti-tank missile, during training

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۲ ( سلواغې ۲) وویل چې د استونیا، لتویا او لیتوانیا هیوادونه ته یې اجازه ورکړې چې اوکراین ته د ټانکونو او الوتکو ضد امریکايي توغندي ولېږي.

امریکا په داسې حال کې په دغه اقدام لاس پورې کوي چې د اوکراین په سر له روسیې سره ترینګلتیا مخ په زیاتېدو ده.

ښاغلي بلینکن د ټویټر په خپلې پاڼې کې لیکلي دي: "مونږ د ناټو د خپلو متحدینو استونیا، لتویا او لیتوانیا له خوا اوکراین ته د دفاعي تجهیزاتو د استولو اجازه ورکوو چې له اوکراین سره مرسته وکړو، خپلې دفاعي وړتیاوې زیاتې کړی او د روسیې د یرغل په وړاندې د خپل ځان دفاع وکړي."

بلینکن همدارنګه له اوکراین څخه د ملاتړ په خاطر له دغو دریو هیوادونو څخه چې د پخواني شوروي اتحاد پخواني غړي او د ناټو د تړون اوسني غړي دي، مننه وکړه.

د بالتیک دغو دریو هیوادونو د دفاع وزیرانو د جمعې په ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی په اوکراین باندې د روسیې د دومداره ګواښونو او بریدونو په وړاندې په ګډه دریږي او د اوکراین خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې استونیا به اوکراین ته د ټانکونو ضد وسلې ورکړي او لتویا او لیتوانیا به د الوتکو ضد توغندي او نور پوځي تجهیزات برابر کړي.

د بلینکن له خوا د وسلو د لېږد دغه اجازه یوه ورځ وروسته له هغه اعلانیږي چې د جمعې په ورځ یې له خپل روسي سیال سره په خبرو کې ډیر کم پرمختګ وکړ او یواځې پریکړه و شوه چې خبرې به دوام مومي.

د سي ان ان او فاکس نیوز تلویزیوني شبکو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې په کېیف کې د امریکا سفارت د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې د سفارت غیرضروري کارکونو او کورنیو ته یې اجازه ورکړي چې له اوکراین څخه ووزي.

د اوکراین حکومت ته یوې نږدې سرچینې امریکاغږ ته وویل دوی له خپلو امریکایي همکارانو اورېدلي چې د سفارت د غیرضروري کارکونکو او د هغوی د کورنیو د ایستلو په لارو چارو غور کیږي. د دغې سرچینې له قوله ویل شویدي چې د سفارت د کارکونکو د تخلیې پلان د امریکایانو له خوا د جمعې په ورځ د اوکراین له حکومت سره شریک شوی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي امریکا غږ ته وویل چې د تخلیې کوم امر ته اوسه ندی صادرشوی.

د اوکراین پرسر د لویدیځ او روسیې ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغه په زیاتېدو شوه چې د امریکايي چارواکو په وینا روسیې له اوکراین سره په خپله پوله، د کریمیا په ټاپوزمې او بلاروس کې تر ۱۰۰ زرو سرتیري راټول کړي او ښايي په اوکراین یو لوی برید وکړي.

لویدیځ له روسیې څخه غواړي چې خپل ځواکونه او وسلې د اوکراین له پولې په شا کړي، خو مسکو د ناټو له تړون څخه غواړي چې په ختیځې او مرکزي اروپا کې خپل عملیات کم کړي او ټینګار کوي چې اوکراین ته دې په دغه تړون کې غړیتوب نه ورکوي.