د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې او ایران جمهور رئیسانو د خپلو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو هرکلی وکړ


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) په مسکو کې د لیدنې پرمهال د دواړو هیوادونو د اړیکو هرکلی وکړ.

پوتین او رئیسي په داسې حال کې ملاقات وکړ چې د ایران د اټومي قرار داد په اړه د یوې پریکړې په خاطر فشارونه زیات شوي دي.

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي وویل، مسکو ته یې د ستراتیژیکو همکاریو طرحه ورکړی کوم چې په راتلونکو دوو لسیزو کې به مشترکه همکاري پیاوړې کړي.

د ایران جمهور رئیس په اګست میاشت کې واک ته له رسیدو وروسته په خپل لومړي بهرني رسمي سفر کې وویل:"موږ په ایران کې له روسیې سره د اړیکو د پراخیدو محدودیت نلرو."

نوموړي زیاته کړه تهران غواړي چې له مسکو سره دایمي ستراتیژیکې اړیکي ورغوي.

ښاغلي رئیسي په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، د نن ورځې استثنایي شرایط، د امریکا د یو اړخیز توب په وړاندې د مسکو او تهران د اړیکو پراخیدو ته ضرورت لري.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په نړیوال ډګر کې د دواړو هیوادونو نږدې همکاري وستایله او ویې ویل:"دا زما لپاره ډیره مهمه ده چې د ایران د اټومي قرار داد په اړه ستاسې په نظریاتو وپوهیږم."

د ایران او د نړۍ د قدرتونو، متحده ایالتونو، فرانسې، بریټانیا، روسیې، چین او جرمني ترمنځ د ۲۰۱۵ کال په اټومي قرار داد کې د اټومي فعالیتونو د محدودیدو په بدل کې پر ایران د نړیوالو بندیزونو د محدودیدو توافق شوی وو.

خو په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په یو اړخیز ډول له یاد قرار داد څخه ووت او تهران هم له خپلو ژمنو لاس په سر شو.

ددغه قرار داد د بیا راژوندي کیدو په هدف خبري تیر کال پیل شوې خو په جون کې هغه مهال وځنډیدې چې ابراهیم رئیس د ایران د جمهوري‌ ریاست انتخابات وګټل. دا خبري یو ځل بیا په نومبر میاشت کې پیل شوې.

دا په اګست میاشت کې د ایران د جمهور رئیس په توګه د خورا محافظه کار ابراهیم رئیسي له بریا وروسته مسکو ته د نوموړي لومړی سفر دی. د ایران پخوانی جمهور رئیس حسن روحاني د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کې مسکو ته تللی وو.

مسکو او تهران قوي سیاسي، اقتصادي، او نظامي اړیکي او په افغانستان کې مشترکې ګټي لري.

دغه دوه هیوادونه همدارنګه د سوریې د یوې لسیزې جګړې پرمهال د جمهور رئیس بشارالاسد نږدې متحدین دي.

XS
SM
MD
LG