د سولې بورډ د لومړۍ غونډې لپاره جکپوړي نړیوال چارواکي امریکا ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې بورډ په لومړۍ غونډه کې د ګډون لپاره د نړۍ جګپوړي چارواکي امریکا ته سفر وکړي. د سولې بورډ تیره میاشت د ولسمشر ټرمپ له خوا په داووس کې تاسیس شو.

د اسراییلو، مصر او ترکیې حکومتونو د پنجشنبې د ورځې د غونډې څخه مخکې چې په واشنګټن کې د ډونالډ جي ټرمپ د سولې په انسټیټیوټ کې ترسره کېږي، اعلان وکړ چې دوی به د خپل استازیتوب لپاره لوړ پوړي چارواکي واستوي. په دې ګډونوالو کې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیډون ساعر، د مصر صدراعظم مصطفی مدبولي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان شامل دي.

د دې سازمان د ایکس په رسمي حساب کې د فهرست له مخې دا درې هېوادونه د هغو ۲۷ هېوادونو له ډلې څخه دي چې د ټرمپ د سولې بورډ سره د بنسټ ایښودونکو غړو په توګه یوځای شوي دي. ټرمپ د دې بورډ رییس دی.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د هیواد کورني رسنیو ته ویلي چې په مصر کې د سیول پخوانی سفیر کیم یونګ هیون به هم د پنجشنبې په ورځ د سولې بورډ په غونډه کې د څارونکي په توګه ګډون وکړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل تروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې ولیکل چې د سولې بورډ غړي به د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې په غزه کې د بشري او بیارغونې هڅو لپاره د څه باندې پنځو میلیارد ډالرو ژمنو د اعلان لپاره کار واخلي.

د فلسطین خاوره د حماس د ترهګرې ډلې د ۲۰۲۳ کال په اسراییل باندې د یرغل له امله د دوه کلنې جګړې له ویجاړۍ څخه راپورته کیږي.

د امریکا په منځګړیتوب اوربند تیر اکتوبر کې دا جګړه پای ته ورسوله، چې حماس یې کمزوری کړ.

ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ۲۲مه د سویس په داووس کې په یوه غونډه کې د سولې بورډ تاسیس کړ چې د غزې ته د سولې د راوستلو لپاره د هغه د پلان یوه برخه وه.

ټرمپ تیر سپتمبر میاشت کې د دې بورډ وړاندیز کړی و.

ولسمشر وویل چې د هغه حکومت به د نړۍ په نورو جنګ ځپلو سیمو کې د سولې د راوستلو لپاره هم کار وکړي.

ټرمپ په ټولنیز پوسټ کې په یوه پوست کې وویل چې د پنجشنبې په ورځ به د سولې بورډ غړي خپل زرګونه پرسونل د نړیوال ثبات ځواک او د غزې لپاره د امنیت او سولې د ساتلو لپاره د فلسطیني پولیسو د روزنې لپاره وقف کړي.

ولسمشر دا هم لیکلي: "دا ډیره مهمه ده چې حماس د بشپړ او سمدستي بې وسلې کولو ژمنې ته غاړه کیږدي."

د دې ډلې مشرانو په وروستیو میاشتو کې په مکرر ډول د بې وسلې کولو څخه انکار کړی، چې ټرمپ او د هغه متحد اسراییل یې دې ته وهڅول چې دا خبرداری ورکړي که دوی په خپله خوښه بې وسلې نه شي نو سخت عواقب به ولري.