امریکا کې د کرونا له کبله د مړو شمېر تر ۴۰زرو واوښت

کروناویروس دا مهال په مریکا کې تر ټولو ډېر کسان مړه کړي‌دي

د کروناویروس د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د امریکا په متحدو ایالتونو کې ډېر کسان مړه کړي.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون وایي چې د دوشنبې تر سهار اپریل ۲۰ (غويي۱) پورې د کرونا له کبله په ټولې امریکا کې شاوخوا ۴۰۶۸۰ کسان مړه شوي‌ دي.

چارواکي وايي شاوخوا ۷۵۹زره نور په دغه ویروس اخته دي.

د کروناویروس د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر ټولو ډېر کسان په نیویارک کې مړه کړي دي چې شمېر یې څه باندې ۱۴۵۰۰ ته رسیږي.

د دې ترڅنګ په امریکا کې نژدې ۸۰زره هغه کسان چې په دغه ویروس اخته وو بېرته رغېدلي دي.

په امریکا کې داسې مهال د کروناویروس له کبله د مړو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي چې ولسمشر ټرمپ غواړي ځينې تجارتي شرکتونه او کاروبارونه بېرته پرانیستل شي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې دا مهال د نړۍ شاوخوا ۱۸۵هېوادونو او سیمو ته رسېدلی دی.

تر دې مهاله دغه ویروس په نړۍ کې څه باندې ۱۶۶زره کسان مړه کړي‌ او تر ۲.۴ ملیون څخه زیات نور پرې اخته دي.