د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په امریکا کې د محدودیتونو لېرې کولو ته لیوال دی


ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خبري کنفرانس پرمهال
ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خبري کنفرانس پرمهال

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا د امریکا د اقتصاد او اداراتو په بیرته پرانیستلو په ټینګار سره ویلي چې دې کار ته پوره چمتوالی نیول شوی دی.

ښاغلي ټرمپ چې د جمعې په ورځ ( اپریل ۱۷) په سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې، په دریو ایالتونو کې چې د دیموکراتانو له خوا رهبري کیږي له خپلو پلویانو وغوښتل چې "ځانونه ازاد کړي".

هغه ظاهرا خپل پلویان په کور کې د پاتې کیدو د محدودیتونو په وړاندې اقدام او مظاهرو ته وهڅول.

د جمهوري غوښتونکو تر رهبرۍ لاندې یو شمیر ایالتونو د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف د لګیدلو محدودیتونه کمول وار دمخه پیل کړي دي.

په تدریج سره د فلج شوي اقتصاد د بیرته پرانیستلو د تګلارې له جوړولو یوه ورځ وروسته، ډانلډ ټرمپ په یو ټویټ کې په یو ډول د هغو محدودیتونو د لري کیدو په اړه د خپلو پلویانو غږ بدرکه کړ چې میلیونونه امریکایان یې بې روزګاره کړي دي.

ښاغلي ټرمپ وویل، کابو په هر ایالت کې د ښو شمیرو شاهدان یو او ارقام په پراخ ډول راغورځیږي.

په داسې حال کې چې د اداراتو د بندیدو او اقتصادي فعالیتونو په کمیدو سره په امریکا کې د وزګارۍ کچه په ګړندۍ توګه زیاتیږي ، ښاغلي ټرمپ ۸۰ میلیونو امریکایانو سره د اقتصادي مرستو خبر ورکړ.

ټرمپ وویل چې د سپینې ماڼۍ لخوا د نوې اعلان شوې تګلارې له مخې ټاکل شوېده چې د امریکا اقتصاد او ادارات په دریو مرحلو کې پرانیستل شي.

بلخوا جمهور رئیس ټرمپ وايي حکومت یې له بزګرانو سره چې د کرونا ویروس له امله زیانمن شوي د نولس میلیاردو ډالرو مرستې پروګرام پيلوي.

د امریکا د کرنې وزیر وايي په دې پروګرام کې ۱۶ میلیارده ډالر به په مستقیم ډول هغه بزګرانو او تولیدونکو ته ورکول کیږي کوم چې د کروناویروس د خپریدو له کبله ځپل شوي دي.

XS
SM
MD
LG