د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په چین کې د کروناویروس مړینې د امریکا په پرتله څو ځلې زیاتې دي


 جمهور رئیس ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خبري کنفرانس پر وخت
جمهور رئیس ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خبري کنفرانس پر وخت

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي چې د کووید۱۹ په وجه د مړینو شمیر د امریکا په پرتله په چین کې څو ځلې زیات دی، خو د هغه په وینا چین د یو لړ دلیلونو په وجه واقعي شمیرې ندي خپرې کړې.

جمهور رئیس ټرمپ چې د اپریل په ۱۸ د شپې ناوخته یې په یو خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د چین له لورې د دغو شمېرو د نه خپرولو دلیل یې موندلی او هغه به بربڼد کړي.

د هغو شمیرو له مخې چې د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون خپرې کړي په متحده ایالاتو کې د یکشنبې د ورځې اپریل ۱۹ (وري ۳۱) تر سهاره ۷۳۵۲۸۷ کسان پر کروناویروس اخته شوي او د مړینو شمیر یې ۳۹۰۹۰ تنو ته رسیدلی، پداسې حال کې چې چین تر اوسه ۸۳۸۰۵ د اخته کیدو او ۴۶۳۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

ښاغلي ټرمپ همداشان وویل چې د امریکا متحده ایالات د جرمني پرته د لویدیځې اروپا تر بل هر یو هیواد څخه د کروناویروس د وبا په وړاندې ښه مبارزه کړې ده.

ښاغلي ټرمپ په ایټالیا او اسپانیا کې د کروناویروس لوړو تلفاتو ته په اشارې وویل د امریکا د متحده ایالاتو د نفوس او جغرافیایي وسعت په مقایسه په امریکا کې د کروناویروس له کبله تلفات کم دي.

له امریکا وروسته اسپانیا د کروناویروس ډیرې پیښې لري، پدې هیواد کې د یکشنبې د ورځې تر سهاره ۲۰۶۳۹ کسان کروناویرس مړه کړي او ددې هیواد څه دپاسه ۱۹۴ زره کسان پرې اخته دي. د اسپانیا نفوس څه کم ۴۷ میلیونه دی.

ایټالیا د کروناویروس د پیښو د زیاتوالي له کبله دریم هیواد دی. پدې هیواد کې د کروناویروس په وجه د مړو شمیر ۲۳۲۲۷ تنو ته رسیدلی او اوسمهال پدې هیواد کې څه کم ۱۷۶ زره کسان پدې ویروس اخته دي. د ایټالیا نفوس څه دپاسه ۶۰ میلیونه دی چې ددې هیواد د جمعیت په کچه د مړو دغه شمیر ډیر زیات دی.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو. دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی د او په نړۍ کې اوسمهال دوه میلیونه ۳۵۵ زره کسان پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG