د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د ایران د هوایي چلند د سکټور په نورو برخو هم بندیزونه وضع کړل.
د امریکا د مالیې وزارت د سه شنبې په ورځ (سپټمبر ۸) وویل چې د ایران د څه باندې شلو سوداګریزو او شخصي هوایي شرکتونو او د کارګو خدمتونو پر بهرنیو مهیا کوونکو بندیزونه لګیدلي دي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسینټ د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه، هغو بنسټونو ته چې د ایران د رژیم سره راکړي ورکړي کوي، خبرداری ورکړ.
نوموړي لیکلي:"د اقتصادي انزوا د عملیاتو له مخې، موږ د هغو کسانو لپاره چې د ایران رژیم ته مالي مرستې برابروي، د سختو پایلو ژمنه کړې وه. نن، موږ د هغو شرکتونو په وړاندې چې لا هم د ماهان ایر ملاتړ کوي، د بندیزونو په لګولو سره خپله ژمنه عملي کړه."
بسینـټ خبرداری ورکړ، هر هغه څوک یا بنسټ چې د ایران له پاتې هوایي شرکتونو سره سوداګري کوي، د نړیوال مالي سیسټم څخه د بې برخې کېدو له خطر سره مخ شي.
امریکا وایي چې نوې بندیزونه د تهران د هوايي چلند پر پاتې ځپل شوي سیسټم باندې تمرکز کوي کوم چې واشنګټن د تیرو کلونو په ترځ کې لګولي دي.
د امریکا حکومت پر هغو ۳۶ ادارو چې پدې اونۍ کې په نښه شوي، تور پورې کړی چې د ایران د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د وسلو، پرسونل او غیرقانوني بارونو د لېږد لپاره د یاد هیواد د هوایي چلند څخه کار واخلي.
د متحده ایالاتو د مالیې وزیر د اګست په ۲۴ مه د ایران پر ضد د اقتصادي انزوا عملیاتو د پيل کیدو اعلان وکړ.
سکاټ بیسنټ په خبري کنفرانس کې وویل چې دا عملیات د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په لارښوونې پیل شوي او دا یې د ایران د اسلامي جهوري او هغوي کسانو په وړاندې چې له یاد هیواد سره مرسته کوي، "بې ساری کمپاین" وباله.
د مالیې وزیر وویل چې متحده ایالات پدې کمپاین کې په ټولې نړۍ کې د ایران د مالي اړیکو پر ضد اقتصادي مبارزه پیل کوي او زیاتوي چې ددې مبارزې هدف دا دی چې د ایران استبدادي رژیم ټول اقتصادي ملاتړي له منځه یوړل شي او تهران یوازې پاتې شي.