بسینټ: د اقتصادي فشارونو او سمندري محاصرې هدف خبرو ته د ایران راستنول دي

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بسینټ له سي ان بي سي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي چې د امریکا له خوا د اقتصادي فشارونو او د ایران د سمندري محاصرې هدف، د داسې شرایطو رامنځ ته کول دي چې تهران د واشنګټن د شرایطو منلو او مذاکراتو ته د ستنیدو لپاره وهڅوي.

بسینټ ددې مفکورې په ردولو سره چې د ایران په وړاندې اقتصادي فشارونه د چین له همکارۍ پرته امکان نلري، وویل چې د سمندري محاصرې په پایله کې د ایران شاوخوا ۳۰ میلیونه بیرله تیل د اوبو په سر پاتې دي.

د امریکا د مالیې وزیر په وینا، حتی که د ایران حکومت وکړای شي د چین څخه پیسې هم ترلاسه کړي، د تیلو پر صادراتو د محدودیتونو دوام به د عوایدو دا سرچینه هم کمه کړي.

بسینټ د ایران اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل چې د یاد هیواد د پیسو ارزښت سقوط کړی او انفلاسیون یې کابو ۱۰۰ فیصدو ته رسیدلی دی او د خوراکي توکو قیمت هم احتمالا ډیر لوړ دی. هغه وویل چې د تیلو په ټانکونو کې کتارونه ډیر اوږده شوي دي.

د هغه په وینا د ایران د حکومت چارواکي اوس په ښکاره د اقتصادي شرایطو په اړه شکایت کوي او دا اندیښنې هم له تندلارو اړخونو او هم د ایران له خلکو سره شریکوي.

د بسینټ په وینا، امریکا او چین د ایران په اړه مشترکې نقطې لري، د هغ په وینا، د چین حکومت هم موافق دی چې ایران باید اټومي وسلې ونلري او د هرمز تنګی باید د خوندي او ازاد تګ راتګ لپاره پرانیستی وي.

د امریکا د مالیې وزیر وویل، اصلي پوښتنه دا ده چې کله به ایران د خبرو اترو میز د راتللو لپاره چمتو شي. هغه زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ په وروستیو اونیو کې ویلي چې د ایران حکومت لا هم یوې هوکړې ته چمتو نه دی، خو هغه په دې باور د سمندري محاصرې ترڅنګ دوامداره اقتصادي فشار کولی شي ایران یوې هوکړې ته وهڅوي.

بسېنټ ټینګار وکړ چې ولسمشر ټرمپ د امریکا شرایط روښانه کړي دي:" د ایران حکومت باید خپل اټومي پروګرام پرېږدي، په لوړه کچه غني شوي یورانیم وسپاري، د نیابتي ځواکونو ملاتړ ودروي او د هرمز تنګی د کښتیو تګ راتګ لپاره خلاص وساتي."

د امریکا د مالیې وزیر په پای کې وویل چې پر ایران به د امریکا مالي فشار دوام ومومي، هغه زیاته کړه چې د ایران حکومت به د امریکا د اقتصادي او نظامي اقداماتو په نتیجه کې د خپلو عوایدو له سرچینو څخه نور هم بې برخې شوی دی.