د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د هرمز تنګی د سوداګریزو کښتیو پر مخ خلاص دی او د امریکا پوځ اعلان کړی چې په تېرو څو میاشتو کې یې د نږدې ۱۵۰۰ کښتیو سره چې کابو ۷۵۰ میلیونه بیرل خام تیل یې لیږدول مرسته کړې ده چې له دې لارې تیل ولېږدوي.
ټرمپ له اکسیوس سره په یوه مرکه کې دا هم ویلي چې ایران د تېلو د لېږدولو په دې سمندري لار کې د کښتیو د لارښوونې لپاره د امریکا په عملیاتو کې د پام وړ مداخله نشي کولی، هغه زیاته کړې چې د هغوی غبرګون "کمزوری" و.
ولسمشر وویل چې تهران د یاد هیواد د رژیم پر وړاندې د امریکا د پوځي عملیاتو د بیا پیل په اړه اندېښمن دی. هغو پوځي عملیاتو ته چې ولسمشر ورته اشاره وکړه، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو ګډ پوځي عملیات وو چې شپږ میاشتې وړاندې د فبروري په اته ویشتمه چې د جمعې ورځ وه پیل شول.
په دغو عملیاتو سره داسې یوه جګړه راوپاریدله چې د ایران پر مشرتابه او پوځي زیربناوو د پراخو پوځي بریدونو، پر سیمه ییزو هېوادونو د ایران د بریدونو، د تیلو د بیو د لوړوالي، او هغو دیپلوماتیکو هڅو چې د یوه لنډمهاله اوربند چې وروسته بیا پلي نشو او دواړو طرفونو یو بل د هوکړې څخه په سرغړنې تورن کړل، لامل شوه.
دا د فبرورۍ د ۲۸مې سهار وو چې ولسمشر ټرمپ، امریکایانو او نړۍ ته په وینا کې، د " حماسي عضب" عملیاتو د پیل اعلان وکړ، چې موخه یې د امریکا د خلکو دفاع او د ایران د رژیم د ګواښونو له منځه وړل وو. ولسمشر ټرمپ د ایران رهبري د وحشي کسانو یوه ډله وبلله. \
هغه وویل، "او موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې ایران اټومي وسله ترلاسه نه کړي."
له دوه نیمو میاشتو وروسته، د منځني ختیځ لپاره د امریکا لوړپوړي پوځي قوماندان، براد کوپر، د مې په ۱۴مه د امریکا کانګرس ته وویل چې د ایران پر وړاندې د امریکا پوځي اقدام د رژیم هغه ستراتیژي له منځه یوړه چې د ۴۷ کلونو په اوږدو کې جوړه شوې وه. نوموړي وویل په دې سره د ایران اټومي او توغندیز پروګرامونه ډیر شاته وغورځیدل.
کوپر وویل، د امریکا د نظامي ماموریت هغه درې کلیدي برخې چې د ایران د بالستیک مزایلو ، ډرونونو، سمندري او دفاعي صنعت کمزوري کول وو، او دغو برخو د یو بل ملاتړ کاوه، ترلاسه شوي دي.
د ایران سیمه ییز بریدونه
د امریکا او اسراییل پوځي عملیاتو د ایران د مذهبي مشر په ګډون د هغه هیواد ډیری مشران ووژل.
ایران د امریکا او اسراییلو عملیاتو ته په ځواب کې سیمه ییز بریدونه پیل کړل چې ګڼ شمېر هېوادونه یې په نښه کړل، په شمول د هغو هېوادونو چې د امریکا پوځي اډې لري، ایران د توغنديو او بې پیلوټه الوتکو په زرګونه بریدونه وکړل.
کوپر د مې په میاشت کې د امریکا کانګرس ته وویل چې په منځني ختیځ کې د ایران له خوا پر ملکي ځایونو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې د ایران رژیم د جګړې په ترڅ کې زرګونه بې پیلوټه الوتکې او توغندي ویشتلي، او "په قصدي توګه" یې "لږ تر لږه ۱۰۰۰ ځله" ملکي تاسیستات په نښه کړې دي.
د اګست تر ۲۷مې پورې، پنټاګون وویل چې د ایران اړوند عملیاتو کې ۱۴ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۴۱۷ نور ټپیان دي.
دیپلوماتیکې هڅې
د امریکا د ولسمشر د مرستیال او امریکایي هیئت د مشر جې ډي ونس په وینا د اپریل په ۸مه نېټه جګړه وروسته له هغه ودرېده چې امریکا او ایران پر اوربند هوکړه وکړه او په اسلام اباد کې یې مستقیمې خبرې پیل کړې، خو دا هوکړه له دې امله له منځه لاړه چې ایران دا ژمنه ونکړه چې د اټومي وسلو د ترلاسه کیدو هڅه به نه کوي. ایران د پرمختګ د نه کیدو پړه پر امریکا واچوله او ادعا یې وکړه چې واشنګټن "ډېرې غوښتنې" کړې وې.
واشنګټن د اپریل له ۱۴مې راهیسې د ایران پر بندرونو سمندري محاصره ولګوله ترڅو پر رژیم فشار راوړي چې د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي او له ناوړه فعالیتونو او د سیمه ییزو نیابتیانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
د پاکستان په منځګړیتوب او وروسته د قطر په ګډون غیر مستقیمو خبرو اترو د جون په ۱۸مه د یوې لنډمهاله هوکړې لاسلیک ته لاره هواره کړه. په دې هوکړه کې ۱۴ ټکي شامل وو چې په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو دایمي بندښت، د هرمز تنګي پرانیستل او د سوداګریزو کښتیو خوندي تګ راتګ، پر ایران د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسیدل، او د تهران ژمنه چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو یا جوړولو هڅه به ونه کړي، په کې شامل وو.
خو دا لنډمهاله هوکړه وروسته له هغه له منځه لاړه چې د جولای په ۷مه په هرمز تنګي او شاوخوا کې پر دریو کښتیو برید وشو. ولسمشر ټرمپ وویل چې هوکړه "پای ته رسېدلی" ده او امریکا د سمندري کښتیو پر وړاندې د ایران بریدونو ته ځواب ووایه، او ایران خپل سیمه ییز بریدونه بیا پیل کړل.
غبرګونونه
د منځني ختیځ هغو هیوادونو چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو تر برید لاندې راغلي وو، د تهران له خوا یې پر خپلو خاورو او وګړو بریدونه وغندل.
د جون په پنځه ویشتمه نیټه په بحرین کې د امریکا او د خلیج د همکارۍ شورا د مشرانو ترمنځ په یوه غونډه کې، هیوادونو د ایران د څو اړخیزو ګواښونو د حل غوښتنه وکړه، چې د تل لپاره د رژیم له خوا د اټومي وسلو د جوړولو یا ترلاسه کولو مخنیوی هم پکې شامل وو.
متحده عربي امارات د ایران پر بریدونو د انتقاد په سر کې وو. دغه هیواد د جولای په ۲۴مه په یوه اعلامیه کې په کلکو ټکو د بحرین، کویټ او اردن په وړاندې د ایران د نویو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه بریدونه وغندل.
په اعلامیه کې ویل شوي وو چې دا بریدونه د یادو هېوادونو د حاکمیت څخه "یو ښکاره سرغړونه" ده.
په امریکا کې ددې جګړې په اړه نظریات متفاوت وو.
د جګړې د پیل د شپږ میاشتو د پوره کیدو په اعلامیه کې، دیموکرات قانون جوړونکي او د استازو د جرګې د وسله والو خدماتو د کمیټې مخکښ غړي ادم سمېټ پر ولسمشر ټرمپ د کانګرس له منظوري پرته په یوازې سر د عملیاتو د پیلولو له امله نیوکه وکړه.
سمېټ وویل لست شوي اهداف چې پکې "له نیابتي ډلو څخه د ایران د ملاتړ او کارولو پای ته رسول، د هغه هیواد د بالستیک توغندیو پروګرام له منځه وړل، په لوړه کچه د یاد هیواد د غني شویو یورانیمو لري کول، او یا هم د رژیم بدلول شامل وو، ترلاسه نشول. "
جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن د چهارشنبې په ورځ له پوځي عملیاتو او روانې محاصرې او اقتصادي فشار څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
هغه وویل، " افراطي رژیم وخت له لاسه ورکوي." هغه د چهارشنبې په ورځ وویل، "پر ایران باندې اقتصادي کړۍ ټینګول او په دوامداره توګه یې سختول سمه تګلاره ده. دا پر ایران فشار راوړي، موږ کولی شو د هرمز تنګي څخه تېل وباسو چې دا بیې ټیټوي."
هغه د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې پر رژیم "کړۍ نوره هم ټینګه کړي."
اقتصادي فشار
امريکا د جولای له ۱۴مې راهیسې پر ايران بيا خپله سمندري محاصره پلي کړه، په داسې حال کې چې ايران خبرداری ورکړ چې د هرمز تنګی به د جګړې له پيل څخه مخکې خپل حالت ته بېرته ورنګرځي.
ولسمشر ټرمپ روانه اوونۍ اعلان وکړ چې متحده ایالاتو تنګی له ماینونه پاک کړی دی. نوموړي وویل چې د متحده ایالاتو پوځ په دې ستراتیژیکې لارې بشپړ کنټرول لري. ولسمشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات له ایران سره په خبرو کې نه دي او نه هم د خبرو اترو په لټه کې دي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کوپر هم د پنجشنبې په ورځ وویل، په داسې حال کې چې د امریکا پوځ له خلیج څخه د ۷۵۰ میلیونه بیرله خامو تیلو په لېږد کې مرسته کړې، ایران له هغه وخته چې سمندري محاصره بیا پلي شوې، "هیڅ تیل" صادر کړي ندي.
دا اقتصادي فشار د امریکا د وروستیو اقداماتو په ترځ کې ترسره شو، ترڅو د ایران رژیم په خوندي شکل د هرمز تنګي خلاصیدو او د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرو اترو ته اړ کړي.
امريکا روانه اونۍ د "اقتصادي انزوا" په نوم عملیات پیل کړل چې د ایران مالي شریانونه په نښه کوي. په دې کې د شپیتو څخه زیاتو افرادو، ادارو او کښتیو په وړاندې بندیزونه هم شامل دي.
د مالیې وزیر سکاټ بسینټ وویل، امریکا له هغو هېوادونو څخه چې د ایران سره سوداګري کوي تمه لري چې اقدام وکړي او دا فعالیتونه ودروي، هغه خبرداری ورکړ هر هغه هېواد یا اداره چې د ایران د پیسو مینځلو اسانتیا برابروي، د "امریکا د ځواک له فشارونو" سره به مخ شي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف سمدستي دا اقتصادي اقدامات رد کړل، او ویې ویل چې د ایران شریکان به د واشنګټن له اقتصادي فشار سره د ایران په وړاندې یوځای نشي.
فورم \ دبحث خونه