د امریکا او ایران جګړې په اوومه ورځ د تېلو بیې لوړې شوي

په ایران باندې د امریکا او اسرائیل ګډ برید په اوومه ورځ په ټوله نړۍ کې د تېلو بیې لوړې او د اسهامو بازارونو سقوط کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې جګړه په ټوله سیمه کې پراخه شوې د تېلو بیې په شاوخوا دوو کلونو کې خپلې تر ټولې لوړې کچې ته رسیدلي.

پر ایران چې د تیلو د تولید د مخکښو هیوادنو په قطار کې راځي بمبارۍ د دې باعث شوي چې د نړیوال معیاري برینټ خام تیلو بیه په هر بیرل کې ۴.۷ سلنه لوړه شي او ۸۹.۴۴ ډالرو ته ورسیږي.

او د امریکا معیاري "امریکا ویسټ ټیکساس " د خامو تیلو بیه په هر بیرل کې ۶.۸٪ لوړه شویده. د تیلو دواړه تولیدونکي شرکتونه د ۲۰۲۴ کال د اپریل راهیسې د خپلې کچې تر ټولو پر لوړې بیې پیر او پلور کوي.

ځینې شنونکي او پانګه اچوونکي وايي چې که د تېلو بیې نورې هم لوړې شي او لوړې پاتې شي، دا به د نړیوالې اقتصادي ودې لپاره په یو خنډ بدل شي.

پدې اونۍ کې د جګړې هغه پایلې چې توقع یې هم نه کیدله د نړۍ په مالي بازارونو کې د څرګند بدلون لامل شوي.

د ایران سره د جګړې له کبله الوتنې بندې شوي، د هرمز تنګي له لارې د ټانکرونو تګ راتګ بند شوی، او دوبۍ، دوحه، ریاض او د منځني ختیځ ځینې نور ښارونه تر بمبار لاندې راغلي.

شنونکي وايي چې په سیمه کې بې ثباتي د پانګوالو بې باوري راپاروي.د ایران جګړې د اسیا ډیرې برخې ته د ایران د ګازو لیږد هم بند کړی.

اوږدمهاله بندښت کولی شي د اروپا او اسیا ترمنځ د داوطلبۍ جګړه رامینځته کړي چې د انرژۍ بیې به نورې هم لوړې کړي.

د امریکا د موټر چلولو د ټولنې په وینا د جمعې په ورځ ، په متحده ایالتونو کې د تیلو بیه اووه سینټه نوره هم لوړه شوې، چې په مینځي ډول په هر ګیلن کې ۳.۳۲ ډالرو ته رسیدلې دي. دا په تیره اونۍ کې د ګازو په بیو کې ۱۱.۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

د امریکا متحده ایالتونو په دې اونۍ کې د تیلو د لوړیدونکو بیو د کمولو او د بې ثباته نړیوالو اسهامو بازارونو د ثبات لپاره اقدامات اعلان کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د پنجشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې رسنۍ کې ویلي چې، "د ټرمپ اداره به په وینزویلا کې زموږ د نویو موندل شویو تیلو څخه ګټې اخیستو ته دوام ورکړي. سربیره پردې، ولسمشر ټرمپ دمخه اعلان کړی وو چې د متحده ایالتونو پراختیایي مالي اداره به په خلیج کې دننه او شاوخوا سیمو کې د بار وړونکو کښتیو لپاره په خورا مناسبې بیې د سیاسي خطر بیمه هم چمتو کړې ده."

هغې زیاته کړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوا ویلي وو، که اړتیا شي، د متحده ایالتونو سمندري ځواک به د هرمز په تنګي کې د ټانکرونو ساتنه پیل کړي.

پانګه وال په دې تمرکز کوي چې ایا ټانکرونه به وکولی شي چې د هرمز تنګي له لارې تیر شيږ دا پداسې حال کې ده چې د نړۍ د ورځنیو تیلو او مایع طبیعي ګازو شاوخوا ۲۰ سلنه د هرمز تنګي له لارې تیریږي.

په سیمه کې په څو ټانکرونو بریدونه هم شوي، چې د ټانکرونو مالکین او سوداګر یې د بار وړلو مخنیوي ته اړ کړي دي