د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې په زیاتېدو سره د تیلو بیې لوړې شوې او د اسهامو بازار لویدلی

Metal oil barrels (for US Iran Economy story)
Metal oil barrels (for US Iran Economy story)

په داسې حال کې چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ جګړه څلورمې ورځې ته غځېدلې او سیمې ته خپره شوې، په نړۍ کې د تیلو او ګازو بیې لوړې شوې، په متحدو ایالتونو، اروپا او اسیا کې د اسهامو بیې په بازارونو کې لویدلې او د نړیوالو تجارت لارې ګډوډې شوې دي.

له ۲۰۲۴ کال راهېسې په لومړي ځل د خامو تیلو د یو بیلر قیمت ۸۵ ډالرو ته رسېدلی او د اروپا د طبیعي ګازو قیمت څه باندې ۳۰ فیصده لوړ شوی دی.

په همدې حال کې د هرمز تنګي کې د تګ راتګ په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې، ایران وايي دا لاره یې بنده کړې او یو ایراني قومندان ګواښ کړی که هره بېړۍ په دې لارې تېره شي، پرې برید کوي.

دا د انرژې نړیوالو مارکیټونو ته ښه خبر نه دی او شاید په ځانګړي ډول اسیا ډېره زیانمنه شي، ځکه چې د تیلو له پلوه تر ډېره د منځني ختیځ په سیمې پورې تکیه لري.

د متحدو ایالتونو د دریو عمده شرکتونو اسهام هم د سه شنبې په ورځ را ولویدل، د دغه راپور تر لیکلو پورې د نسدک، داو جونس او اس اینډ پي اسهام تقریبآ ۲.۵ په سلو کې لویدلې دي.

اروپايي او اسیايي ونډې هم لویدلې، ځکه چې دوی د متحدو ایالتونو په پرتله له منځني ختیځ څخه د انرژۍ په تدارکاتو کې د ګډوډۍ له کبله ډېرې اسیب پذیره دي.

اکثریت اسیايي هېوادونه د هرمز تنګي څخه طبعي ګاز انتقالوي، چې اوس پرې بېړۍ پرې له تګ راتګ ډډه کوي.

د جګړې په زیاتېدو سره د هرمز تنګي او باب المندب په ګډون د نړیوالو حیاتي سمندري دهلیزونو له لارو د ډېر وخت لپاره د نړیوال تجارت د ګډوډۍ اندېښنې زیاتې شوې دي.

څو ورځې مخکې په ایران باندې د متحدو ایالتونو او اسرائيل له ګډو بریدونو څخه وروسته، اوس په کانتینرونو بارې بېړۍ د هرمز په تنګي کې تګ راتګ بند کړی او په ځای یې د افریقا د جنوبي څنډې اوږده لاره غوره ګڼي.

د هرمز تنګی د عمان او ایران ترمنځ خلیج کې موقعیت لري چې د نړۍ یوه ستراتېژیکه سیمه او مهم تنګی بلل کېږي.

دا لاره همدغه راز د نورو توګو د انتقال یوه عمده لاره هم بلل کېږي او دا سیمه یې د نړیوال تجارت د اتصال په یوې مهمې شبکې بدله کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG