اسرائیل: د ایران د رژیم د ملي امنیت شورا مشر لاریجاني او د بسیج قوماندان سلیماني مو وژلي

اسرائیل وايي چې د ایران د ترهګر رژیم “تش په نامه” مشر او یو بل مهم کس یې د ایران د پلازمېنې تهران ته څیرمه او دننه د بریدونو په لړ کې له منځه وړي، په داسې حال کې چې د امریکا او اسرائیل ګډ عملیات د رژیم پر ضد خپلې اتلسمې ورځې ته داخل شوي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یو لړ پوسټونو کې، ویلي چې علي لاریجاني، چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي و، د سه شنبې له لمر خاته مخکې تهران ته څیرمه د هغه پر پټنځای د دقیق برید په ترڅ کې له منځه وړل شوی دی.

ویل شوي چې لاریجاني هغه وخت د رژیم د “تش په نامه” مشر په توګه خپل رول پیاوړی کړ چې د اسرائیل هوايي برید د فبرورۍ په ۲۸مه د عملیاتو په پیل کې د ایران رژیم ستر مشر علي خامنه‌يي له منځه یووړ. لاریجاني د خامنه‌يي یو مهم سلاکار و.

سپینې ماڼۍ سمدستي د امریکا غږ د تبصرې غوښتنې ته د اسرائیل د دغه اعلان په اړه ځواب ورنه کړ.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو هم د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۱۷مه) وویل چې د رژیم د بسیج ملیشه ځواک قوماندان غلام رضا سلیماني یې د تهران په زړه کې د تېرې ورځې په یو هدفمند برید کې له منځه وړی دی.

ویل شوي چې د سلیماني ځواکونو د جنورۍ په میاشت کې د ایران په کچه د هغو اعتراضونو له تشدد ډکې ځپنې کې لوی رول لوبولی و چې د خلکو له خوا د ۴۷ کلن استبدادي اسلامپاله واک د پای ته رسولو غوښتنه کېده. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې [د لاریون کوونکو] په دې ځپلو کې لږ تر لږه ۳۲ زره کسان وژل شوي دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه اعلامیه کې چې د هغه د دفتر له خوا خپره شوې، ویلي چې د لاریجاني او سلیماني د له منځه وړلو سره، اسرائیل “دا رژیم کمزوری کوي، په دې هیله چې د ایران خلکو ته د هغه د لیرې کولو فرصت ورکړي.”

اعلامیې کې ویل شوي: “دا به په یو وار ونه شي او نه به هم اسانه وي. خو که موږ دوام ورکړو، موږ به هغوی ته دا چانس ورکړو چې خپل برخلیک په خپلو لاسونو کې واخلي.”

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو د فارسي ژبې ویاند، ډګرمن کمال پنهاسي، د سه شنبې په ورځ وویل چې اسرائیل به په راتلونکو ورځو کې د رژیم د کسانو له منځه وړلو ته “له لوړپوړو چارواکو او قوماندانانو څخه نیولې تر ټیټ رتبه کسانو پورې چې په پوستو کې د خلکو په ځپلو کې ښکېل دي.” دوام ورکړي.

پنهاسي دا څرګندونې د امریکا غږ د فارسي څانګې په ګډون، د نړیوالو فارسي ژبو رسنیو سره په یوې خبري غونډه کې وکړې.

د ایران رژیم د مارچ په ۹مه وویل چې د خامنه‌يي زوی، مجتبی خامنه‌يي، یې د نوي ستر مشر په توګه ټاکلی دی، خو تر اوسه د امریکا او اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې هغه په عامه محضر کې نه دی لیدل شوی او نه یې هم غږ اورېدل شوی دی.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل له هغو راپورونو وروسته چې وایي ځوان خامنه په عملیاتو کې ټپي شوی دی، نه پوهېږي چې دغه نوی ستر مشر ژوندی دی که مړ.