سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته په یو ځانګړي پیغام کې په ایران کې د "بمونو د مور" د کارونې په اړه د خپرو شویو راپورونو په اړه ویلي چې د حساسو پوځي طرحو په اړه چې ممکن موجودې وي یا نه، نظر نه ورکوي.
سپینې ماڼۍ دا هم ویلي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په موخه "ټول اختیارونه" لري.
دغه غبرګون په داسې حال کې څرګندیږي چې له دې وړاندې سي اېن اېن د څو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې د امریکا پوځ د ایران د انرژۍ په بنسټونو او اټومي تاسیساتو د تازه بریدونو طرحه چمتو کړې ده.
بلخوا ولسمشر ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ایران جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به د تېلو بیه په شدت راټیته شي.
نوموړي د چهار شنبې په ورځ (اکټوبر۱۴مه) د مونټانا په ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وویل: "موږ به د ایران د اسلامي جمهوريت مسله ډېر ژر پای ته ورسوو. ډېر ژر به پای ته ورسېږي. وګورئ هغوی سمندري ځواک نه لري، هوایي ځواک نه لري، پوځ یې ځپل شوی او رهبران یې له منځه تللي دي."
ټرمپ زیاته کړه: " ښایي غوره وای چې د هغوی مشران مو پریښي وای، ځکه نه پوهیږم چې له چا سره مذاکره کوو. د لومړۍ درجې ټول مشران یې له منځه تللي. د دویمې درجې مشران یې هم له منځه تللي او د دریمې درجې نیمایي مشران یې هم له منځه تللي دي."
د متحدو ایالتونو د ولسمشر په وینا اوسمهال د ایران د مشرانو تر ټولو مهمه غوښتنه داده چې "کیدای شي اجازه راکړئ ژوندي پاتې شو."