د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران مسله به ډیر ژر پای ته ورسیږي او له هغه وروسته به د تیلو بیه په شدت سره راټیته شي.
نوموړي د چهار شنبې په ورځ (اکټوبر۱۴) د مونټانا په ایالت کې یوې انتخاباتي غونډې ته په وینا کې وویل، "موږ به د ایران د اسلامي جمهوري مسله ډیر ژر پای ته ورسوو. ډیر ژر به پای ته ورسیږي. وګورئ هغوی سمندري ځواک نلري، هوایي ځواک نلري، پوځ یې ځپل شوی دی او رهبران یې له منځه تللي دي."
ټرمپ وویل" ښایي غوره وای چې د هغوی مشران مو پریښي وای، ځکه نه پوهیږم چې له چا سره مذاکره کوو. د لومړۍ ردې ټول مشران یې له منځه تللي. د دویمې ردې مشران یې هم له منځه تللي، او د دریمې ردې نیمایي مشران یې هم له منځه تللي دي."
د متحدو ایالتونو د ولسمشر په وینا، اوسمهال د ایران د مشرانو تر ټولو مهمه غوښتنه داده چې "کیدای شي اجازه راکړئ ژوندي پاتې شو."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د ایران مسله به له یوې لارې نه له یوې لارې هواره شي.
په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته په ځانګړې پیغام کې په ایران کې د بمونو د مور د کارونې په اړه د خپرو شویو راپورونو په اړه ویلي دي چې د حساسو نظامي طرحو په اړه چې ممکن موجودې وي یا نه وي، نظر نه ورکوي.
سپینې ماڼۍ دا هم ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ اټومي وسلو د ایران د لاسرسي د مخنیوي په هدف ټول اختیارات لري.
له دې وړاندې امریکایي رسنیو خبر ورکړی وو چې واشنګټن د ایران په وړاندې د بمونونو د مور د کارونې په طرحه چې په افغانستان کې یې هم کارولی وو، کار کوي.
ډونالډ ترمپ د سه شنبې په ورځ هم وویل چې ډېر ژر به د ایران په اړه پرېکړه وکړي.
ولسمشر وویل ایران یو "ناکام" دولت دی او اقتصاد یې پاشل شوی، درې سوه فیصده انفلاسیون لري پیسو یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او خپلو سرتیرو ته معاش نشي ورکولی.
فورم \ دبحث خونه