سپینه ماڼۍ وایي چې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د امریکا، ایران او پاکستان د پلاوو ترمنځ درې اړخیزه مخامخ غونډه روانه ده.
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي ددې خبر په تایيدولو سره ویلي په یاده غونډه کې به د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي ډي ونس، د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر ټرمپ سلاکار جېراد کوشنر ګډون ولري.
دغه غونډه د شنبې په ورځ اپریل ۱۱ وروسته له هغه پیل شوه چې متحدو ایالتونو او د ایران رژیم د دوو اونیو پر یوه اوربند هوکړه وکړه.
سپینې ماڼۍ تر اوسه ددې غونډي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د راپورونو له مخې، ددې مذاکراتو لپاره د ایراني لوري څخه د هغه هېواد د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ پلاوی د پاکستان پلازمنې اسلام آباد ته سفر کړی دی.
دا خبر د انکشاف په حال کې دی .....